د پروان ولایت د کووېډ نولس روغتون مسوولان وايي، په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر اوویا سلنه ډېر شوی چې له دې سره دوی د بسترونو او امکاناتو له کمښت سره مخ شوي دي.
د دوی په وینا، په تېره یوه میاشت کې په دې روغتون کې د دې ناروغۍ کابو زر مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د پروان د کووېډ نولس روغتون مسوول عبدالحمید عالمي ژکفر وايي: «له مشکوکو کسانو مو ۲۳۰۰ کسان د نمونې په شکل معاینه کړل چې نزدې زر مثبتې پېښې مو درلودې. دا یو لوړ ګراف ښيي، دا د پروان ولایت په کچه یوه اندېښنه ده.»
له بلې خوا، یو شمېر ډاکتران د دې ناروغۍ په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، هېوادوال باید په کورونا ویروس د اخته کېدو د مخنیوي په موخه د دې ویروس پر وړاندې واکسین تطبیق کړي.
ډاکټر حشمتالله دانشیار وايي: «هغه کسان چې له واکسین اخیستلو وروسته کرونا نیولي وو، د ناروغۍ شدت یې دومره نه وو چې له مرګ ګواښ سره شي.»
ډاکتره لیلا اچکزۍ وايي:«د ښځو د څانګې کارکوونکې ټولې ښځې دي او په نارینهوو کې ټول نارینه ډاکتران دي.»
ورته مهال هغه ناروغان چې د دې ولایت له ولسوالیو او مرکزه پهدې روغتون کې بستر دي، وایي، له درملنې وروسته یې روغتیايي وضعیت په ښه کېدو دی.
ناروغه پروانه وايي: «ټوخېږم او ستونی مې ډېر درد کوي او ډېره په عذاب یم وروسته له درې ورځو دلته راغلم.»
ناروغ عبدالفهیم وايي:«ټوخېږم او ستونۍ مې خارښت کوي، بله کوم جدي ستونزه نهلرم او ډاکتران مرسته کوي.»
د مسوولانو د شمېرو له مخې، په پروان ولایت کې د کورونا ویروس له لومړي پړاو خپرېدو راهیسې، څلور زره او ۵۷۹ تنه پهدې ویروس اخته شوي چې له دې جملې ۹۲ تنه یې مړه شوي دي.