Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شهیدانو او معلولینو چارو وزارت شاوخوا ۱۲۷۵۰۰ یتیمان او کونډې ثبت کړي

د شهیدانو او معلولينو چارو وزارت چارواکي وايي، په تېر يو کال کې يې يو سلو او څلوېښت زره معلولين يو سلو او اووه ويشت زره پنځه سوه د شهيدانو وارثين، يتيمان او کونډې ثبت کړي دي.

د دې وزارت مرستيال عبدالحکیم حقاني د دې وزارت د فعالیتونو کلني راپور وړاندې غونډې ته په وینا کې وویل، ثبت شويو کسانو ته د شپږ مياشتو حقوقو د ورکولو لړۍ هم پیل شوې ده.

ښاغلی حقاني وايي: «موږ تر اوسه پورې ۱۲۷۵۰۰ کم و زیات یتیمان په شمول د کونډو ثبت کړي او دوی ته د شپږ میاشتو حقونه په مرکز او ولایتو کې اجرا شوي دي او یا د اجرا په حالت کې دي.»

عبدالحکيم حقاني زیاتوي، په پاکستان کې يې هم د يتيمانو او معلولانو د ثبت لړۍ پيل کړې ده.

د هغه په وينا، په داسې يوې طرحې کار کوي چې له مخې به يې معلولان او د شهيدانو د کورنیو هغه وارثين چې د کار کولو وړتيا ولري، په دولتي اداراتو کې په دندو وګمارل شي.

د شهیدانو او معلولينو چارو وزارت چارواکي مرستیال په‌دې اړه وايي: «موږ له اميرالمومنين صاحب سره په‌دې اړه مجلس کړی وو؛ نو هغه ته موږ معلولین او د شهيدانو وارثين یاد کړي. هغه چې د سواد او د تعليم والا دي او دوی ته په حکومتي ادارو کې کار برابر شي. نو هغه موږ ته ویلي وو چې تاسې يې موږ ته شهرتونه راولېږئ، موږ به يې د وړتيا مطابق په مختلفو ادارو کې مقرر کړو او هلته به خپله دنده مخ ته وړي.»

د دې وزارت مسوولان وايي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د شهیدانو او معلولانو د تثبیت بهیر بیا پیل او شاوخوا سل زره خیالي او غیر مستحق اشخاص له سېسټمه لرې شوي دي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مالي او اداري ریيس مولوي کليم الله افغان وايي: «په هر ولايت کې له هرو درې حصو څخه يې يوه يې خيالي او جعل او تذوير وه. په ځينو ولايتونو کې داسې هم وو چې سم او نيم جعل او تذوير موجود وو.»

دا وزارت وايي، د شهيدانو وارثينو ته د يو نفر په سر د میاشتې دوه زره افغانۍ او معلولانو ته د هغوی د وجود د معلوليت په اندازه حقوق ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه