Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې روغتیايي چوپړتیاوو ته د ښځو لاسرسي د کموالي په اړه نیوکه

د ښځو د روغتیا یو نړیوال بنسټ وايي، په تېر یو کال کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی کم شوی دی.

د دې بنسټ د څېړنو موندنې ښيي چې د افغانستان په ولایتونو کې د روغتونونو نشتوالی او یا هم کمښت، اقتصادي ستونزې، د طالبانو له لوري د ښځو پر سفرونو محدودیت، د ژور خپګان ډېرېدل او د ښځو پر وړاندې منفي احساسات د دې لامل شوي چې، افغان ښځو ته د روغتیايي خدماتو په کچه کې کموالی راشي.

د ښځو د روغتیا نړۍوالې څانګې د څېړنې په یوې برخه کې راغلي: «په ټول افغانستان کې ښځې نشي کولی له محرم پرته صحي کلینیکونو او یا هم کوم ډاکټر ته ورشي. که په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې وقایوي چارې کمې وې؛ نو داسې برېښي چې، په ۲۰۲۲ کال کې به بیخي نه وي او ورسره د میلیونونو نجونو او ښځو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.»

بل لور ته د عامې روغتیا وزارت وايي، د روغتیايي خدمتونو د ښه والي په موخه یې په بېلابېلو ولایتونو کې د درملنې لسګونه مرکزونه او روغتونونه جوړ کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي: «موږ هڅه کوو په ټولو هغو سیمو چې هلته د روغتیايي پرسونل ضرورت دی یا هم هلته سپینې ساحې دي او روغتیايي خدما نه‌دي وړاندې شوي، له روغتیايي خدماتو څخه محرومې ساحې دي، هلته روغتیايي مراکز ایجاد کړو.»

له دې سره سم، په کابل کې یو شمېر ډاکټرانې وايي، د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي له امله ناروغې ښځې له ډېرو ستونزو سره مخې دي.

یوه ډاکټره نجم السما شفاجو وايي: «هره ورځ موږ ته له لرې ولایتونو پکتیا او هلمند څخه ناروغان راځي او وايي، ښځینه ډاکټرانې، ان قابله نه‌شته.»

یو شمېر ناروغان چې له نورو ولایتونو کابل ته راغلي له عامې روغتیا وزارته غواړي چې، په ولایتونو کې هم د ښځینه و ډاکټرانو شمېر ډېر کړي.

یو ناروغ وايي: «د عامې روغتیا وزارت باید په ولایتونو کې ښځینه ډاکټرانې وګماري، څو بې‌وزله خلک تر کابله سرګردان نه‌شي.»

د میدان وردګ یو اوسېدونکی وايي: «له میدان وردګ راغلی یم، زموږ په کلي کې شل کاله جګړه وه، هېڅ ښځینه ډاکټره نه‌شته. د عامې روغتیا له وزیر غواړو چې په کلیو کې د ښځو ډاکټرانو شمېر ډېر کړي.»

د ښځو د روغتیا نړۍوال څانګې ته ۷۱ سلنه ښځو ویلي چې غواړي ډاکټر ته ولاړې شي، خو پر وړاندې یې ډېرې ستونزې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د روغتیايي خدمتونو د ښه والي په موخه یې په بېلابېلو ولایتونو کې د درملنې لسګونه مرکزونه او روغتونونه جوړ کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه