Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل د انتاني روغتون د عاجلې څانګې او لابراتوار پراختیا

د کابل د انتاني روغتون د روغتیا له نړۍوال سازمان په همکارۍ له شلو بسترونو سره پراختیا وموندله.

د دغه روغتون عاجله څانګه او لابراتوار د ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت د روغتیا د نړۍوال سازمان په همکارۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغه لابراتوار کې اولس ډوله ناروغۍ تشخیصېږي.
      
د عامې ورغتیا وزارت سرپرست قلندرعباد وايي:«د معایناتو وړتیاوې زیاتې شوې دي لکه پي سي ار د ګانګو تبه، کولرا او نورې معاینې چې د ورځې ورته اړتیا ده هغوی ته فرصت برابر شوی دی. دا موردونه په تېر کې موجود نه وو، زه څه ډول کولای شم چې ووایم دا انتاني روغتون دی.»

د روغتیا نړۍوال سازمان استازي په دغه پروګرام کې له دغه روغتون او د هېواد له روغتیايي برخې سره د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ.
  
د روغتیا د نړۍوال سازمان استازی محمد عمر مشعل څرګندوي:«موږ به له انتاني روغتون سره خپلو مرستو ته خپلو همکاریو ته، خپلو ژمنو ته د تل په څېر دوام ورکوو، ټول هغه وسایل، دوا، اسباب او یا نور ضروریات چې د انتاني امراضو د تشخیص او درمنلې لپاره لازمي دي هغه به موږ برابر وو.»

یو شمېر ډاکټران وایي، چې اوس مهال په دغه روغتون کې د درملنې ظرفیت زیات شوی دی او د ناروغانو درملنه او د ناروغیو تشخیص تر ډېره په وړیا ډول ترسره کېږي.

ډاکټر غلام مهدي حکمت وویل:«دا چې افتتاح شو موږ په وخت د تشخیص په برخه کې کابو ۹۰ سلنه نږدې کوي دا یو ډېر ښه ګام دی.»
 
د روغتیا د نړۍوال سازمان تخینکي مسوول مومن خان مراد څرګنده کړه:«مخکې دا سهولت دلته نه و، ډاکټرانو ناروغان بیرون ته لېږل یا مرکزي لابراتوارونو ته لېږل.» 

ځينې ناروغان هم د دغه روغتون د پراختیا او د بېړنۍ څانګې د جوړېدو په تړاو خوښي ښيي.
 
ناروغ سباون وویل:هغه وختونه چې راتلو ډېرې ستونزې وې بیروبار و معاینات سم نه کېدل اوس چې راغلي یوو ان شاالله د خدای په شکر زموږ معاینات هم وشول.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وایي، چې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون یې د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره د له هېواد نه بهر د ډاکټرانو د ظرفیتونو د لوړولو او روزنې په تړاو خبرې کړې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه