Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سردار محمد داوود خان په روغتون کې د هډوکي د جراحۍ بریالی عملیات

د سردار محمد داوود خان په روغتون کې د یوې ماشومې د هډوکي جراحي عملیات په بریالي توګه ترسره شو.

هغه ډاکټر چې دغه عملیات یې ترسره کړی وايي چې لاهم په دغه روغتون کې د ناروغانو د درملنې لپاره ظرفیتونه شته.
 
د اورټوپېډي جراحۍ پروفېسور عبدالولي احمدزی وايي:«زموږ په روغتون کې له مخکې تخصصي او کدري وړتیاوې موجودې وې او اوس هم موجودې دي او همدارنګه د یادولو وړ ده چې د شهید سردار محمد داوود خان روغتون محترم مسوولین تل هڅه کې چې د ناروغو هېوادوالو د درمنلې لپاره ښې زمینې برابرې کړي.»

ساره هغه دیارلس کلنه ماشومه ده،چې د خپلو پښو له غیرعادي حالته ځورېده، خو اوس له عملیاتو وروسته خوښه ده،چې په عادي توګه ګرځېدلای شي.
    
ناروغه ساره څرګندوي:«ما څو روغتونونو ته مراجعه وکړه خو تکلیف مې ښه نه شو، اوس د څلورسوه بستریز روغتون ته راغلې یم او عملیات مې وشو او اوس ښه یم.»

بل خوا د سارې پلار وایي،چې د اقتصادي ستونزو له امله یې د خپلې لور د درملنې وس نه درلود.
  
د ناروغې پلار تور محمد وویل:«هیله لرم چې د ډاکټرانو دواړه دنیاوې ښې او خوشحاله وي.»

یو شمېر هېوادول د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي او د درملنې لپاره خپلې ډېرې پیسې لګوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه