Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عامې روغتیا وزارت د میندو او ماشومانو د مړینې راکمولو په موخه یو ریاست جوړ

د عامې روغتیا وزارت د میندو او ماشومانو د مړینې د راکمولو په موخه په‌دې وزایت کې یو نوی ریاست جوړ کړ.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، دغه ریاست به په ټول هېواد کې میندو ته معیاري خدمات وړاندې کړي.

د دې وزارت مرستیال قلندر عباد وايي: «له دې زمو یوازېنۍ موخه دا ده چې څه ډول د میندو او ماشومانو لپاره خدمات معیاري کړو. دویم دا چې د کوم پلان له مخې و کولای شو د میندو او ماشومانو د مړینې کچه راښکته کړو.»

بل لور ته، یو شمېر ډاکټران په یو شمېر ولایتونو کې د متخصصو ډاکټرانو نشتوالی د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې د ډېرېدو لامل ګڼي.

یوه ډاکټره سحر سلطاني په‌دې اړه وايي: «په ولایتونو کې د میندو مړینې کچه لوړه ده، ځکه هلته موږ نه سم کلینیک، نه سم روغتون او ان یوه سمه قابله نه‌لرو چې له هغوی د یوې مشاورې په توګه مشوره واخیستل شي.»

یوه بله ډاکټره شایسته معرو وايي: «ډېری مېرمنې په کورنو کې ماشومانو زېږوي او دا د میند د مړینې یو ستر لامل کېدای شي، ځکه په دې ډول سره مکروبونو انتقالېږي.»

د روغتيا د نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، په ٢٠٠٢ کال کې افغانستان د هېوادونو په منځ کې د ميندو د مړينې تر ټولو لوړه کچه درلوده او په تېره يوه لسيزه کې د مړينې کچه شپيته سلنه راټيټه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه