Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان ډاکټر په وړیا توګه د څه باندې ۴۰۰ تالو چاکو ماشومانو عملیات کړي

یو افغان ډاکټر په هېواد کې د هغو څه باندې څلور سوو ماشومانو وړیا درملنه کړې چې له کوچنیوالي یې د شونډو او تالو چاود درلوده.

عبدالغفار غیور چې له ترکيې افغانستان ته راغلی، وايي، دا کار يې په څه کم دوو مياشتو کې کړی او موخه يې له بې‌وزلو سره مرسته ده.

هغه دا ماشومان په کابل، کندهار، غزني، کندوز او یو شمېر نورو ولایتونو کې عملیات کړي دي.

د پلاستیکي جراحۍ ډاکټر عبدالغفار غیور وايي: «له کله نه چې زه کابل ته راغلم نو په کابل کې یو څه اندازه عملیاتونه مو وکړل بیا کندوز کې له کندوز نه وروسته په غزني کې او کندهار کې هلمند کې چې مجموعآ څلور نیم سوه شاوخوا عملیاتونه مو وکړل چې ټول وړیا ول په ناروغانو یا پیوازانو باندې هېڅ مصرف نه دی راغلی.»

یو شمېر ناروغ لرونکي وايي، د خپلو ناروغو ماشومانو د درملنې توان يې نه درلود.

ناروغ لرونکی مطیع الله وايي: «د افغانستان خلک ډېر مظلوم خلک دي نشي کولی چې خارج ته لاړ شي یا په بل ځای کې د ناروغانو درملنه وکړي نو موږ دلته د خپلو ناروغانو له درملنې خوښ یو.»

یو بل ناروغ لرونکی منصف وايي: «دا عملیات موږ په ډېرو پیسو سره نه شو کولای، موږ ته په وړیا ډول وشو چې ډېر خوښ یوو.»

بل خوا د عامې روغتیا وزارت بهر کې له نورو ډاکټرانو غواړي، چې خپل هېواد ته راشي او د بې‌وزلو ناروغانو په درملنه کې ونډه واخلي.

د عامې روغتیا وزارت د اقتصاد تمویل صحت مشر سید رسول منګل زیاتوي: «هغه ډاکټر صاحبان چې په بهر کې اوسېږي را دي شي دې ته ورته نورې برخې دي لکه د قلبي ناروغیو عملیات دي او د زړه سوري ناروغان دي چې په خلکو ډېر لګښتونه راځي د دې درملنه دې وکړي.»

له ترکيې راغلی افغان ډاکټر ژمنه کوي چې د ناروغو ماشومانو عملیاتو لړۍ ته به دوام ورکړي او په راتلونکي کې به هم د ۵ سوه نورو ناروغو ماشومانو درملنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه