Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې خوارځواکي ۴۷ سلنه زیاته شوې

د ماشومانو د ژغورنې سازمان په یوه نوي راپور کې وايي چې په افغانستان کې په وروستیو نهو میاشتو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۴۷ سلنه زیات شوی دی.

د دغه بنسټ نوی راپور ښيي چې ورځ تر بلې د لوږې زیاتوالی، وچکالي او بې کاري په هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر د زیاتوالي اصلي لاملونه دي.

په دغه راپور کې همدارنګه راغلي دي چې ډېری دغه ماشومان روغتون ته تر رسېدو مخکې ساه ورکوي.
 
د ماشومانو د ژغورنې سازمان مطبوعاتي مسوول عاشق الله مندوزی وايي:«غوره ده چې د نړۍ هېوادونه د افغانستان ستونزې په رسمیت وپېژني، څېړنه وکړي او وروسته اقدام وکړي.»

په ډېریو موردونو کې اقتصادي ستونزې د دې لامل کېږي چې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.

په خوارځواکۍ د یوه اخته ماشوم مور حمیده وایي، چې ماشوم یې له شپږو میاشتو راهیسې پر خوارځواکۍ اخته دی او د درملنې وس یې نه لري.

هغه زیاتوي:«ماشوم مې له هغې چې زېږېدلی په دغو شپږو میاشتو کې ناروغ دی، خاوند مې بې کاره دی عواید نه لرو.»

پر خوارځواکۍ د اخته ماشوم مور قندي ګل هم وايي:«د زېږون له ورځې زما لمسی ناروغ دی روغتون ته مې راوست هېڅ نه ښه کېږي.»

دغه روغتون ته له لېریو او نږدې ځایونو پر خوارځواکۍ اخته ماشومان راوړل شوي دي.

د اندراګاندي روغتون مسوولان وایي، چې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی او اوس مهال د درملو او سمبالو لوبراتوارونو له نشتوالي سره مخ دي.

د اندراګاني روغتون یو ډاکټر څرګندوي:«مرستندویه بنسټونه باید د دغو ناروغانو د درملنې، معایناتو پیسې وکړي.»

بل خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي، چې دوی پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته روغتیایي خدمتونه زیات کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وویل:«پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی نه دی؛ بلکې موږ د راجستر مرکزونه مو زیات کړي دي هغه ماشومان چې په لرې پرتو ولایتونو کې دي، د درملنې او نوملیکنې لپاره مرکزونو ته راځي.»

د ماشومانو د خوندېتوب سازمان د شمېرو پر بنسټ، له ۲۰۲۱ زیږدیز کال راهیسې درې مېلیونه تنه پر خوارځواکۍ اخته شوي دي، چې یو مېلیون او ۸۰۰ زره یې ماشومان دي.
 
د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي، چې دوی پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته روغتیایي خدمتونه زیات کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه