د یو شمېر درملتونونو څښتنان د کابل ښار په ځينو سیمو کې د خپل سرو درملتونونو پر فعالیت نیوکه کوي او له اسلامي امارته غواړي چې مخه یې ونیسي.
د دوی په وینا، ځینې درملتونه په غیر مسلکي ډول خلکو ته درمل ورکوي او غواړي چې حکومت د درملتونونو معیاري کولو ته جدي پاملرنه وکړي.
دارو پلورونکی سمیعالله احمدي وايي: «هغه څوک چې په درملتون کې وي، باید فارمېسېسټ (دارو جوړوونکی) وي یا یې دارو جوړونه لوستې وي، ځینې کسان شته چې دارو پلوري او ناروغانو ته ستونزې جوړوي.»
یو بل درمل پلورونکی فیروز وايي: «ځینې معاینه خونې دي چې دارو یې یوازې خپل درملتون ته منحصر کړې وي، کله چې ناروغ ورته ورشي، هغه اړ دی چې له همدې درملتون دارو وپېري، بیا چې یې پرې په هره بیه وپلورله، خلک اړ دي چې وې پېري.»
بل خوا د درملو او خوړو ملي اداره وایي، په تېرو څه کم اتو میاشتو کې یې په کابل ښار کې تر درې سوو زیات غیر معیاري او خپل سري درملتونونه تړلي دي.
د درملو او خوړو د ملي ادارې ویاند جاوید هژیر وايي: «تر دې دمه ۳۴۵ درملتونونه چې خپل په سر یې فعالیتونه کول او یا فارمېسېسټ پهکې نه و، تړل شوي، د پاکوالي نهشتوالي، د شپې له خوا نوکري والي او په درملتون کې د معاینه خونې د درلودو له کبله ۲۰۲ درملتونونو ته سپارښتنې شوې دي.»
د پلازمېنه یو شمېر اوسېدونکي د ځينو درملتونونو له لوري د ټیټ کیفیته درملو پلور ته اندېښمن دي.
د کابل اوسېدونکی فردین وايي: «هغو کسانو چې پهدې برخه کې زدهکړې کړې دي، باید راوړل شي او څارنه ترې وشي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی قدیر رسا وايي: «له درملو باید څارنه وشي چې نېټه یې تېره شوې نهوي.»
د درملو او خوړو د ملي ادارې شمېرې ښيي چې په ټول هېواد کې نږدې پنځلس زره درملتونونو د فعالیت جوازونه اخیستي او اوسمهال فعالیت کوي.
په دې اړه مو اندونه