Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شکر ناروغۍ نړیواله ورځ؛ په‌دې ناروغۍ اخته کسانو ته د ډاکټرانو سپارښتنې

د نومبر څوارلسمه د شکر ناروغۍ نړیواله ورځ ده. په‌دې ورځ د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد لس سلنه وګړي په شکر ناروغۍ اخته دي.

دغه وزارت زیاتوي، که د همکارو بنسټونو او د عامې روغتیا وزارت تر منځ همغږي رامنځ‌ته شي، د شکر ناروغي به مدیریت شي.

په افغانستان کې له ساري ناروغیو سره د مبارزې بنسټ رییس  محمد موسی شکور وايي: «د روغتیا نړیوال سازمان د وروستیو خپرو شویو شمېر له مخې، په افغانستان کې نږدې لس سلنه افغانان په شکر ناروغۍ اخته دي.»

د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال حبیب الله اخندزاده حامد زیاتوي: «له ټولو ګرانو هېوادوالو څخه هیله کوم چې د خپل ځان او کورنۍ د روغتیا په خاطر تذیه، ورزش او روغتیايي لارښوونو ته پام او له سګرټو او الکولي مشرباتو څښلو څخه ډډه وکړي.»

عبدالسمیع چې له ۲۱ کلونو راهیسې په شکر ناروغۍ اخته شوی، وايي، دوه ځلي د درملنې لپاره له هېواد بهر تللی، خو ناروغي یې نه‌ده ښه شوې.

ناروغ  عبدالسمیع وايي: «کله چې به پر لار تلم، د ستړیا او تندې احساس به مې کاوه او دویم دا چې د پښې تلې به مې سوځېدلې، کله چې یوې معاینه خونې ته لاړم، ۴۸۰ درجې شکر مې درلوده.»

ورته مهال، د روغتیا د نړۍوال سازمان شمېرې ښيي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان لس سلنه خلک د شکرې پر ناروغۍ اخته شوي دي.

یو شمېر ډاکټران، چاغښت، د فزیکي فعالیتونو نشتوالی، زړښت او د وینې لوړ فشار د شکرې ناروغۍ له لاملونو ګڼي او وایي، چې په روغتونونو کې د شکرې ناروغان زیات شوي دي.

ډاکټر عبدالرشید منصور وايي: «دوی باید د ډاکټرانو لارښوونو ته غوږ ونیسي، خپل فزیکي فعالیتونه ډېر کړي، د خوړو رژیم ډېر کړي او له نشه‌يي توکو ځان لرې وساتي.»

ډاکټر رحیم‌الله مظلوم یار وايي: «هغه کسان چې په خپل ځان شک لري یا تنده، له حد ډېرې متیازې کول، ستړیا او د شکر ناروغۍ ستونزې لري، یو ځل دې هرو مرو ډاکټر ته لاړ شي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان شمېرې ښيي، چې په ټوله نړۍ کې تر ۵۳۰ میلیونو زیات کسان پر شکرې ناروغۍ اخته دي او اټکل کیږي، چې دغه شمېر تر ۲۰۳۰ کاله ۶۴۰ تنو ته زیات شي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان شمېرې ښيي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان لس سلنه خلک د شکرې پر ناروغۍ اخته شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه