د هېواد نسايي ولادي ډاکټرانو ټولنې د زیږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچې د راټیټولو په اړه د نسايي ولادي متخصصینو په حضور کې په هرات کې یو سمپوزیم جوړ کړ.
دوی وايي، په هېواد کې میندو او ماشومانو مړینې ته اندېښمن دي.
د افغانستان د نسايي ولادي ډاکټرانو د ټولنې رییسه نجم السما شفاجو وايي: «موږ د هېواد په ډېرو برخو کې د نسايي ولادي ډاکټران نهلرو او د هغوی پر ځای جراح ډاکټر کار کوي.»
له بلې خوا، د نسايي ولادي ډاکټرانې وايي، د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې یو له اصلي علتونو د امکاناتو او متخصصو ډاکټرانو کموالی دی.
د نسايي ولادي ډاکټره ملکه پیغام وايي: «له بده مرغه د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه په افغانستان کې ډېره شوې ده.»
د نسايي ولادي یوه بله ډاکټره نیلاب سلطان وايي: «د مور او ماشوم د مړینې کچه ۱۷ تر ۲۳ سلنې ده چې بېخي ډېره لوړه ده.»
هره ورځ د هېواد لوېدیځي حورزې ولایتونو ۱۵۰ ناروغان د هرات نسايي ولادي روغتون ته مراجعه کوي.
د دې روغتون مسوولانو په وینا، پهدې روغتون کې د امکاناتو او ډاکټرانو د کموالي له کبله ناروغانو ته سمه رسېدنه نهشي کولای.
د هرات د نسايي ولادي روغتون مسووله نجیبه اذر وايي: «که موږ وغواړو ناروغانو ته ښه خدمات وړاندې کړو، همدومره نورو کسانو او امکاناتو ته اړتیا ده.»
افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د زېږون پر مهال د مور او ماشو د مړینې کچه پهکې ډېره ده. په روغتونونو کې د متخصصو ډاکټرانو نهشتون، د کورنیو اقتصادي ستونزې، ناروغۍ، د میندو وینې بهېدل او روغتون ته په وخت نه رسېدل، په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې له اصلي علتونو څخه ګڼل کېږي.
په دې اړه مو اندونه