Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېر کال پرتله په افغان-جاپان روغتون کې د نري رنځ ناروغانو ډېرېدل

په افغان-جاپان روغتون کې د ساري ناروغیو برخې مسوولان د تېر کال پرتله په‌دې روغتون کې د نري رنځ یا توبرکلوز د ناروغانو له زیاتوالي خبر ورکوي.

دوی وايي، په روان هجري لمریز کال کې تر ۱۲۰۰ ډېر کسان په‌دې ناروغۍ اخته کسانو دې روغتون ته مراجعه کړې ده.

۲۵ کلنه کریمه چې له یو نیم کال راهیسې پر نري رنځ ناروغۍ اخته ده، وايي، له پنځو میاشتو راهیسې په کابل کې د افغان-جاپان روغتون د ساري ناروغیو په څانګه کې بستر ده.

نوموړې وايي: «ټوخي مې درلوده، شخصي مرکز کې مې درمل واخیستل، دولتي ته کله نه یو راغلي، که نه دلته ښه دی. اوس بېخي ښه شوې یم، پښېمانه یم چې کاش کې یو کال مخکې دلته راغلې وای.»

پر نري رنځ یو شمېر اخته کسان وايي، له بېلابېلو ولایتونو دې روغتون ته د درملنې لپاره راغلي دي.

یو ناروغ لطف الرحمان وايي: «ډېر ناروغ وم، ټوخل مې، ډېر درمل مې واخیستل، خو هېڅ تاثیر یې راباندې وکړ.»

یو بله ناروغه ملکه زیاتوي: «کابل ته راغلم، راته یې ویل، دا ناروغۍ نه‌ده. هلته چې لاړم، همدا درمل مې خوړل، کله چې ډاکټر ته لاړم، راته یې ویل، سږي دې سپین شوي دي او دا ناروغۍ نه‌ده، خو کله چې مو دلته معاینه وکړه، مالومه شوه چې همدا ناروغۍ ده.»

له دې سره سم، د افغان-جاپان روغتون مسوولان په هېواد کې د نري رنځ ډېرېدو ته اندېښمن دي. دوی وايي، د تېر کال تله سږکال دغه ناروغي ډېره شوې ده.

د افغان-جاپان روغتون ساري ناروغیو د ډاکټرانو مشر رحمت‌الله وزیري وايي: «په تېرو دوو کلونو کې زموږ شمېرې په لوړېدو دي، که په منځنۍ کچه ووایم، په ۱۴۰۰ کال کې ټولټال ۱۳۶۰۰ کسانو روغتون ته مراجعه کړې ده او سږ ۱۴۰۱ کال چې لا بشپړ شوی نه‌دی، ۱۲۶۰۰ کسان راغلي او امکان لري د کال تر پایه شمېرې لوړې شي.»

له بل لوري عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د توبرکلوز ناروغۍ د درملنې لپاره ۸۵۰ مرکزونه فعال دي.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي: «په تېر یو کال کې د عامې روغتیا وزارت د توبرکلوز ملي پروګرام له لارې نږدې ۱۰۰۰ ناروغان تشخیص شوي او هغوی ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي، موږ په هېواد کې د نري رنځ ۸۵۰ روغتیايي مرکزونه فعال ساتلي.»

د روغتیا د نړۍوال سازمان د مالوماتو له مخې، په افغاستان کې په ۲۰۲۲ کال کې پر توبرکلوز ناروغۍ شاخوا ۷۵۰۰ کسان اخته شوي دي. توبرکلوز د ساري ناروغیو له ډلې ده او د ساه اېستنې له لارې لېږدول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه