Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روغتیايي خدمتونه ته د نه لاسرسي له امله د "ګیان" مېشتو شکایت

د پکتیکا ولایت د زلزلې ځپلې ګیان ولسوالۍ د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي روغتیايي خدمتونه ته د نه لاسرسي له امله شکایت لري.

دوی وايي چې د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
  
د ګیان ولسوالۍ یوازې یو روغتیايي مرکز لري چې په نیمه کاره ودانۍ کې خدامات وړاندې کوي او د ورځې له سلو زيات ناروغان ورته مراجعه کوي.

د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکی صبدار وايي:«نه کلینک شته او نه هم ډاکټر خلک له زښته زیاتو ستونزو سره مخ دي.»

 د ګيان ولسوالۍ اوسېدنکی ادم ګل هم حرګندوي:«د روغتیا په برخه کې موږ ته هېڅ کار نه دی شوی باور وکړئ چې هېڅ ډاکټر نه لرو.»

وروستۍ زلزلې په ګيان ولسوالۍ کې ځايي خلکو ته د بېلابېلو ناروغيو سربېره رواني ستونزې پيدا کړي او غوښتنه يې دا ده چې روغتيايي خدمتونه بايد پراخ شي.

د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکی نور الرحمن وویل:«لارې خرابې دي ناروغ چې تر مقصده رسوو د مرګ خطر موجود دی.»

د ګيان ولسوالۍ بل اوسېدونکی محمد رحيم هم وايي:«له دې ځایه چې حرکت وکړو ارګون یا خوست ته ولاړ شو، له زرو ستونزو سره مخ کېږو او کله چې واوره وشي دا لارې بېخي تړل کېږي.»

په ګيان ولسوالۍ کې يوه روغتيايي کارکوونکې وايي چې له زلزلې را وروسته ښځې سختې زيانمنې شوې او دوی ته ورتلونکي ناروغې مېرمنې له بېلابېلو روغتيايي ستونزو کړېږي.

په ګيان ولسوالۍ کې روغتيايي کارکوونکې زيبا څرګندوي:«له زلزلې وروسته د ښځو رواني ناروغۍ زیاتې شوې دي، د سقط هم زیات شوی او همدارنګه اسهال هم په ښځو کې زیات شوی دی.»

ورته مهال بیا د پکتيکا روغتيايي مسوولين وايي په ګيان ولسوالۍ کې د يو کلينيک سربېره پنځه ګرځنده روغتيايي مرکزونه شته او هڅه یې دا ده، چې روغتيايي خدمتونه لا پراخ کړي.

د پکتیکا د عامې روغتيا رياست د عامه اړيکو مسوول محمد تسل نايل وویل:«د ای سي ار سي (د سره صلیب نړۍوالې کمېټې) په مرسته ډېر کلي مو تر روغتیايي پوښښ لاندې نیولي دي.»

ګيان ولسوالۍ وروستۍ زلزې سخته وځپله او د نږدې ۹۰ سلنه خلکو کورونه یې ونړول چې اوس په خېمو کې ژوند کوي او د ژمي په راتګ سره هلته د موسمي ناروغيو څپه خپره شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه