Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د «ایډز» ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د کافي امکاناتو نشتون

د عامې روغتیا وزارت په یو لړ مراسمو کې وايي چې د «ایډز» ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره کافي او بسندویه امکانات په واک کې نه لري.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان له ایډز سره د مبارزې د نړۍوالې ورځې په مراسمو کې چې له ځنډ سره جوړ شوي ، وايي په افغانستان کې دغه ناروغي د ښځو او ماشومانو په ګډون په څه باندې ۳ زره کسانو کې تشخیص شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال حبیب الله آخند زاده وايي:«په افغانستان کې د HIV  درې زره او ۲۰۰ پېښې ثبت شوې دي چې ۷۵ سلنه یې نرینه او ۲۵ سلنه نور یې ښځې دي.»

بلخوا د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو رییس وايي، دغه وزارت د ایډز ناروغۍ د تشخیص په برخه کې د امکاناتو له کمښت سره مخ دی.

د ساري ناروغیو رییس بسم الله څرګنده کړه:«د خبرتیا د ورکړې، د معلوماتو د ورکړې او د ناروغانو د تشخیص لپاره چې اخته شوي دي د هغوی د درملنې لپاره هڅې کوو.»

له دې سره سم، په افغانستان د روغتیا د نړۍوال سازمان مسوولین وايي، د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره هڅې روانې دي.

افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان د سي ډي سي او ان ډي سي برخې مسوول محمد اختر وايي:«د ایډز ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړۍواله ورځ موږ ته دا فرصت راکوي چې، تر ۲۰۳۰ کال پورې د دغې ناروغۍ د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره پر خپلو کړو ژمنو تمرکز وکړو.»

پر ایډز یو شمېر اخته کسان له خلکو غواړي چې، روغتیايي سپارښتنې مراعات کړي؛ څو پر دغې ناروغۍ اخته نه شي.

ناروغ عبدالسمیع وویل:«د غاښونو له ډاکټر صاحبانو چې د هر چا غاښ وباسي باید متوجه وي چې د هر چا غاښ چې وباسي باید وینه یې معاینه شي.»

بل ناروغ محمد ادریس هم وايي:«له څو ملګرو سره چې ناسته پاسته مو لرله، له یوه سرنجه درې څلور تنو استفاده کوله، دا چې افغانستان ته راغلم راته وویل شول چې په بدن کې دې داسې یو ویروس دی.»

د روغتیا د نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې د یو مېلیون ماشومانو په ګډون څه باندې ۳۸ مېلیونه کسان پر ایډز ناروغۍ اخته دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه