Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کلیوالو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو پر نشتوالي د هېوادوالو نیوکې

د ډسمبر میاشتې دوولسمه نېټه د عامه روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو نړۍواله ورځ ده. په دغې ورځ ځينې هېوادوال وايي چې په کلیو کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، له همدې امله خپل ناروغان کابل ته لېږدوي.

احمد شاه چې د خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکی دی وایي، چې په دغه ولایت کې روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله یې خپل ناروغ د درملنې په موخه کابل ته راوړی دی.

ناروغ لرونکی احمد شاه وايي:«زموږ په ولسوالۍ کې هېڅ امکانات نشته ده، مثلاً یو کلینیک هم شتون نه لري، چې یو نفر سینه بغل وي او کلینیک ته د درملنې لپاره ورشي.»

بل ناروغ لرونکي ضیاالحق هم وویل:«په لرې پرتو سیمو کې باید کلینیکونو کې امکانات زیات شي، څو هلته د ناروغانو درملنه وشي او دې ته اړ نه شي، چې له هېواده بهر ته د درملنې لپاره لاړ شي.»

د عامې روغتیا وزارت چارواکي د دې ستونزې د حل په موخه د روغتیا له نړۍوال سازمانه غواړي چې د عامه روغتیایي خدمتونو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د اقتصادي تمویل رییس سید رسول منګل څرګندوي:«هغه ادارې او سازمانونه چې د روغتیا په برخه کې کار کوي یادونه کوو چې د نړۍوال روغتیايي پوښښ لپاره متحد شي او د پیاوړتیا لپاره کوښښ وکړي او د عادلانه روغتیايي سیسټم رامنځته کولو لپاره ټولیز اقدام وکړي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري هم وویل:«موږ کولای شو په نړۍواله کچه د اسلامي امارت د نظام لپاره په داخلي بورډ او د اعتبار ورکولو په بورډ کې سترې لاسته راوړنې ولرو، چې یوه يې د ټولنې او کورنیو لپاره د روغتیايي خدمتونو پیاوړي کول دي.»

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وایي، شاوخوا ۷۷ سلنه د روغتیایي خدمتونو لګښتونه خپله د خلکو له لوري ورکول کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال محمد حسن غیاثي په ډاګه کوي:«د ۷۷ سلنه خلکو د درملنې پیسې په خپله غاړه دي او ۱۸ سلنه نور يې نړۍوالې موسسې او بنسټونه تمویلوي.»

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، نږدې ۷۰ سلنه خلک دایمي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري او څه باندې شل سلنه خلکو ته بیا د ګرځنده روغتیایي ټیمونو له لوري روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.

معین وزارت صحت عامه می‌گوید که ۷۷ درصد هزینه خدمات بهداشتی از سوی مردم پرداخت می‌شود.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه