Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

میدان وردګو ولایت کې بې وزلي او دې ماشومانو د خوارځواکۍ زیاتوالی

په میدان وردګو ولایت کې ځينې ډاکټران په دغه ولایت کې د ماشومانو د خوارځواکۍ له زیاتوالي خبر ورکوي.

په دغه ولایت کې ډاکټران وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې په خوارځواکۍ ۳۲۰ اخته ماشومان بستر کړي او دا شمېر د هرې ورځ په تېرېدو سره په زیاتېدو دی.

ډاکټره کامله وايي:«له دې مخکې په یوې میاشت کې ۵۰ تر ۶۰ ماشومان وو خو سږکال هره میاشت د دغو ماشومانو شمېر زیاتېږي هره میاشت چې رپوټ چمتو کوو، ۸ تر ۱۰ ډېر ماشومان ثبتېږي.»

روغتیاپاله ناجیه امیرزۍ هم څرګندوي:«میندې نه شي کولای په سمه توګه خپلو ماشومانو ته رسېدنه وکړي ځکه دغه میندې د ځان د مړولو لپاره هم نه شي کولای څه ترلاسه کړي.»

بلخوا د خوارځواکو ماشومانو کورنۍ وايي چې د وزګارۍ او بد اقتصادي وضعیت له امله نه شي کولای خپل ماشومان په سمه توګه تغذیه کړي.
                  
د ماشوم مور حسينه وايي:«زموږ خوراک کمزوری دی ځکه زما خاوند کار نه لري له همدې امله ماشوم مې په خوارځواکۍ اخته شوی دی.»
            
د ميدان وردګو اوسېدونکی ننګيالی څرګندوي:«د خلکو ستونزې زښته زیاتې دي تاسې ښه پوهېږئ چې د میدان وردګو ټول خلک له همدې ننګونې سره مخ دي.»
    
په همدې حال، د میدان وردګ و روغتیایي مسوولین وایي چې د خوارځواکۍ د کنټرول په موخه یې هڅې ګړندۍ کړې دي.
        
د ميدان وردګو د عامې روغتيا رييس زرک ځيرک څرګنده کړه:«په تېرو شلو کلونو کې وضعت جنګي و، حق حق لرونکي ته نه رسېد. په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونه نه وو حتا نه شی مو کولای چې په خوارځواکۍ اخته میندې او ماشومان پيدا کړو.»

د یادونې ده چې د وزګارۍ او بې وزلۍ له امله ډېری کورنۍ د خپلو ماشومانو د سالمې تغذیې وس نه لري، چې له همدې کبله د هېواد په ډېریو ولایتونو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کچه لوړه شوې ده.

د میدان وردګ و روغتیایي مسوولین وایي چې د خوارځواکۍ د کنټرول په موخه یې هڅې ګړندۍ کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه