Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۲۰۲۲ کال کې د شري ناروغۍ له امله ۳۸۲ ماشومان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې د شري ناروغانو شمېر کابو ۷۵ زرو تنو ته رسېږي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې په تېر یوه کال کې نږدې ۴۰۰ ماشومان د شري ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وویل:«سږ کال موږ په تول کال کې د ۷۵ زره په شاوخوا کې د شري یا سرخکانو مثبت واقعات درلودل چې بد بختانه د ۳۸۲ په شاوخوا کې زموږ هېواد چې کوم یې ماشومان ول د شري له کبله خپل ژوند بایللی دی.»
 
په اندراګاندي روغتون کې د بستري ماشوم مور وايي:«لومړی یې د خولې اوبه راتلې، سترګو یې اوبه کولې له هغې وروسته یې تبه کوله، بیا یې په ځان سره بخارونه راووتل ډاکټر ته مې بوت وې ویل چې شری دی او پنځه ورځې کېږي چې بستر دی.»

ډاکټران هم مني، چې په تېر یو کال کې پر شري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی. هغوی د دغې ناروغۍ د زیاتوالي لامل د ماشومانو نه واکسین کېدل ګڼي.
 
ډاکټر  محمد عارف حسن زي وویل:«په ټول کې که چېرې یو ماشوم خپل واکسین واخلي روغ ماشوم له ناروغ جلا کړل شي او خوراک یې ښه وي واقعات به کم وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې له شري ناروغۍ سره د مبارزې د واکسیناسیون د کمپاین په وروستي پړاو کې له نهه میاشتنیو تر پنځه کلنو پورې پنځه مېلیونه او ۳۶ زره ماشومان واکسین شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه