په کابل کې د اتاترک د ماشومانو ملي او تخصصي روغتون لس څانګې د ترکیې، د روغتیا د نړۍوال سازمان او نورو بنسټونو په مالي مرسته جوړې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د دغو برخو روغتیايي اوزارو شل مېلیونه افغانۍ لګښت لرلی دی.
دوی له ډاکټرانو غواړي چې هېوادوالو ته معیاري خدمتونه وړاندې کړي.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده وايي:«ډاکټران صاحبانو ستاسو همکاري ډېره اړینه ده زموږ او تاسو ملت ډېر بېچاره ملت دی. خلک کړېدلي او زموږ هېواد در په دره دی اسلامي امارت د ډاکټرانو همکارۍ او همغږۍ ته ډېره اړتیا ده.»
بل خوا یو شمېر مرستندویه بنسټونه ډاډ ورکوي، چې د روغتیایي خدمتونو د معیاري کېدو په برخه کې به له افغانستان سره مرسته وکړي.
د روغتیا د نړۍوال سازمان استازی امره مناو وايي:«موږ د افغانستان د خلکو لپاره د رمستو د وړاندې کولو د دوام لپاره خپلو مرستو ته به دوام ورکړو.»
اخوا یو شمېر ناروغ لرونکي د دغه روغتون پر معیاري کېدو خوښ دي.
ناروغ لرونکی حشمت وویل:«اسانتیا موږ ته ښه شوه چې موږ وکړای شو خپل ماشومان دلته راولو زموږ لپاره ښه دی، دلته یوازینۍ ستونزه دا ده چې پایواز خونه نه لري.»
ناروغ لرونکی عبدالولي هم څرګنده کړه:«یوازینۍ ستونزه چې دلته ده د پایوازانو دی زه په خپله تېره شپه په همدې سړې هوا کې بیرون وم.»
د روغتیا نړۍوال سازمان تر اوسه په افغانستان کې د ۱۷ روغتونونو په تېره بیا د عمومي روغتونونو او د ماشومانو د روغتنونو مالي ملاتړ کړی دی.
په دې اړه مو اندونه