ملګرو ملتونو په پنځلسو هېوادونو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د بحران د حل غوښتنه کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان مسوولان وایي، د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې له ۳۰ مېلیونه ډېر ماشومان له دې ناروغۍ کړېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د تغذیې او روغتیا برخې مدیر فرانسېسکو برانکا وايي: «د خوارځواکۍ بحران ته د رسېدنې په موخه د پانګونې لپاره د ملګرو ملتونو له لوري د اقدام غوښتنه خپره شوې او موږ دغه بحران چې، د اقلیم د بدلون، جګړو، اقتصادي رکود او د کووېډ۱۹ ناروغۍ له امله رامنځته شوې او په ماشومانو کې یې د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ګورو.»
په ورته مهال، یو شمېر کورنۍ وایي، د بېوزلۍ او بېروګارۍ له امله د خپلو ماشومانو د مناسبې تغذیې توان نهلري.
یو کلن دی ابراهیم چې پر خوارځواکۍ اخته دی، پلار یې وايي، د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله نهشي کولای خپلو ماشومانو ته مناسب خواړه برابر کړي.
د ابراهیم پلار اسدالله وايي: «ښه خواړه نه برابرېږي، زه هم له بېروزګارۍ کراچۍ چلوم او هغه هم هره ورځ پنځوس یا شپېته افغانۍ پیدا کوم.»
د ماشوم نیکه گلزاده وايي: «ښه خواړه ورته نه رسېږي، ستونزې ډېرې دي، ځکه داسې څه نهشته چې دې ماشومانو ته یې ورکړو او د همدې ستونزې له کبله په خوارځواکۍ اخته شوی دي.»
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، د ملګرو ملتونو د دې غوښتنې موخه د افغانستان په ګډون په پنځلسو هېوادونو کې پر خوارځواکۍ له اخته ماشومانو سره مرسته ده.
د هېواد د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې نږدې ۳ میلیونه کسان پر خوارځواکۍ اخته شوي وو.
په دې اړه مو اندونه