Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د درملو له دوه ګونې بیې د کابل مېشتو شکایت

ځينې کابل مېشتي وايي چې په پلازمېنه کې د درملو بیه یو شان نه ده او په بېلابېلو برخو کې په بېلابېلو بیو پلورل کېږي.

دغه اوسېدونکي ادعا لري چې ډېری درملتونونه، درمل په لوړه بیه پلوري او اسلامي امارت باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
 
محمد فهیم په ټيټه بیه د درملو د پېرلو لپاره د کمپنۍ له سیمې د پروان هوټل سیمې ته راغلی دی. د کابل دغه اوسېدونکی نیوکه کوي، چې د پلازمېنې په ډېری درملتونونو کې د درملو بیه یو شان نه ده او اړ دی چې د خپل ناروغ پلار لپاره په ټيټه بیه درمل له همدغه ځایه وپېري.

د پروان هوټل سیمه د کابل د ګوتو په شمار سیمو له جملې ده چې بېلابېل درمل په کې پیدا کېږي.

محمد فهمیم وویل:«دلته توپیر زیات دی، د یوې میاشتې یوه نسخه چې اخلې کابو اته زره ته رسېږي بیا چې دلته مراجعه وکړم دلته ښه ده پنځه زره او څلور زره او څلور نیم زره کېږي.»

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د درملو پر بیو څارنه وکړي.

د کابل اوسېدونکی محمد رمان وايي:«زموږ هیله دا ده باید نرخونه کنټرول کړي او یو شان شي ځکه دا ټول توپیر لار نه ده له قصبې تر دې ځایه دومره لار نه ده بیې باید یو شان وي توپير ونه لري.»

بل خوا د خوړو او درملو اداره وایي، چې په درملتونونو کې یې د درملو د بیې لیکل الزامي کړي دي.
 
د خوړو او درملو د ادارې ویاند  جاوېد هژیر وویل:«د MRP  یا پر درملو او روغتیايي محصولاتو د عظیمي بیې لیک لازمي دي، موږ په خپل نوي تشکیل کې د څېړنیزو ډلو شمېر زیاتوو چې د هغوی ټولو سرغړونو ته رسېدنه وکړای شو.»

د خوړو او درملو ملي اداره وايي، چې دغه اداره پر داسې یوې طرحې کار کوي، چې پر بنسټ یې، د کابل اوسېدونکي د بېلابېلو درملو د بیو په تړاو له معلوماتو برخمن شي.    

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه