Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ژمي په سړې هوا کې د تنفسي ناروغیو ډېروالی

د فاریاب د عامې روغتیا ریاست مسوولین په دې ولایت کې په تنفسي ناروغیو د اخته کسانو له زیاتوالي خبر ورکوي.

په همدې حال کې د فاریاب روغتیایي مسوولین وایي، هره ورځ په تنفسي ناروغیو اخته نږدې شپږ سوه ناروغان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته مراجعه کوي.

د فاریاب د عامې روغتیا رییس عجب خان حمیدي زیاتوي: «ټولو کلینیکونو او روغتونو ته مو لارښوونه کړې چې ټول نوکري ډاکټران په دنده کې واوسي او خلکو ته خدمت وکړي، خدای مه‌ کړه موږ د دې شاهدان و نه اوسو چې له پاملرنې پرته زموږ یو ناروغ ومري.»

ورته مهال د فاریاب اوسېدونکي وایي، په ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو د نشتون له امله په خورا سختیو خپل ناروغان تر میمنې ښاره رسوي.

خدای داد چې د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ اوسېدونکی دی او خپل ماشوم یې د درملنې په پار ولایتي روغتون ته وړی، وايي، ماشوم یې د هوا سړېدو له امله په تنفسي ناروغۍ اخته شوی دی.

ناروغ لرونکی خدای داد وايي: «واوره وه، کوڅې بندې وې، موټر په‌کې تګ نه‌شو کولای، شخصي ډاکټرانو ته یو دوه ځله لاړم، هېڅ پایله یې ور نه‌کړه، بیا مو دلته راوړ بستر مو کړ، حالت یې ډېر نازک و.»

ناروغ لرونکی سلطان رحماني زیاتوي: «په‌دې سړې هوا کې هېڅ نه‌لرو، همدلته راځو.»

ناروغ لرونکې امیده وايي: «له مسوولانو غواړو چې ناروغانو ته درمل ورسوي، ځکه نارینه مو بې‌روزګاره دي، وچکالي هم ده او اوس ژمی دی، نارینه مو کار نه‌شي کولای.»

بل خوا، یو شمیر ډاګټران د هوا سړښت، نامناسبه تغذیه او روغتیایي سپارښتنو ته نه پاملرنه د تنفسي ناروغیو د زیاتیدو اصلي لاملونه بولي.

ډاکټر فواد معصومي وايي: «د خلکو اقتصادي کچه ډېر ټیټ دی، د روغتیا د تعلیم کچه یې ډېره ټيټه ده.»

ډاکټر حشمت فیض وايي: «وروسته له هغه چې سړه څپه تېره شوه، د ولسوالیو لارې پرانیستل شوې، زموږ د ناروغانو شمېر ډېر شو او خلک ډېر زیات وو، خو له نېکه‌مرغه موږ سره ځای کم نه‌شو.»

دا په داسې حال کې ده چې  په وروستیو اونیو کې د هیواد بیلابیلې برخې د هوا د کمساري سړښت شاهدې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه