د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په وروستیو پنځو میاشتو کې د څه باندې ۶۰۰ د زړه د سوري پر ناروغۍ اخته ماشومانو درملنه شوې ده.
د سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي، د دغه شمېر ماشومانو درملنه د کابل په شپږو روغتونونو کې شوې او له دې منځه ۱۸۴ یې بېرته خپلو کورونو ته هم ستانه شوي دي.
دوی زیاتوي، دمګړۍ له سرې میاشتې ټولنې سره د زړه سوري پر ناروغۍ اخته نږدې ۱۱ زره ماشومان ثبت دي او په وینا یې د هغوی د درملنې لپاره هم هڅې روانې دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفانالله شرفزوی زیاتوي: «له افغاني سرې میاشتې سره تر دې مهاله تر ۱۱ زرو پورې د زړه د سوري پر ناروغۍ اخته ماشومان ثبت شوي او افغاني سره میاشت هڅه کوي چې ژر تر ژره یې روغتون ته وپېژني.»
ورته مهال، یو شمېر ډاکټران وايي، په وروستۍ یوه میاشت کې د زړه په ناروغۍ اخته له ۳۰ زیات ماشومان چې افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا ور پیژندل شوي عملیات کړي دي.
د زړه د جراحي ډاکټر خیبر صدیقي وايي: «له افغاني سرې میاشتې سره چې کوم هوکړهلیک لرو، په یوه میاشت کې د ۳۰ تر ۴۰ پورې د ماشومانو د درملنې توانايي لرو، په تېره میاشت کې مو شاوخوا ۳۰ تر ۳۵ ناروغان عملایت کړي.»
په همدې حال کې هغه ناروغان چې د افغاني سرې میاشتې له خوا یې درملنه کېږي وايي، د خپلو ماشومانو د درملنې توان نهلري.
د ناروغ نجیب پلار مبشر وايي: «په سره میاشت کې مو راجسټر کړ، درمل یې ورکړل، په بل ځای کې مو ورته هم معاینات وکړل، ومو لېدل چې همدا د زړه ستونزه یې وه.»
د ناروغ ماشوم مور سامعه زیاتوي: «که د بهر پر ځای یې همدلته درملنه وشي، ښه به وي، زه ناتوانه یم، نهشم کولای، درملنه یې وکړم.»
د ناروغ ابوبکر پلار محمد قاسم زیاتوي: «یوه هیله لرو چې ژر تر ژره یې روغتون ته وپېژني د ډاکټرانو په وینا او له خلکو مو چې پوښتنه کړې، وايي، د ماشوم عمر چې کم وي، عملیات یې په بریالۍ توګه تر سره کېږي.»
د سرې میاشتې ټولنې د مالوماتو له مخې، له ۱۳ کلونو راهیسې د نږدې ۱۳ زره ماشومانو درملنه د دې ټولنې له لوري په کور دننه اوبهر کې شوې ده. ویل کېږي، د زړه سوري پر ناروغۍ د اخته ماشومان پر درملنې له ۷۰ زره تر ۲ لکه افغانیو لګښت راځي.
په دې اړه مو اندونه