د بې پولې ډاکټرانو سازمان په یوه نوي راپور کې وايي چې بې اغېزې روغتیايي سیسټم، پراخه بې وزلي او پر ښځو د محدودیتونو زیاتوالی په افغانستان کې د اوسني بشري ناورین د پیاوړتیا لامل شوی دی.
دغه سازمان "افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د دوامداره لاسرسي په وړاندې خنډ " تر نامه لاندې یوه راپور کې په پراخه کچه افغان وګړو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، بې وزلۍ او د خلکو اقتصاد ته کتنه کړې ده.
د دغه راپور پر بنسټ، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د کمزوري سیسټم ترڅنګ، د امکاناتو او بسندویه روغتیايي کارکوونکو د نشتوالي، بې وزلي او محدودیتونو هم روغتیايي خدمتونه کمزوري کړي او دغو خدمتونو ته یې د ښځو لاسرسی محدود کړی دی.
دغه راپور په کابل، کندهار، هلمند او خوست ولایتونو کې له ناروغان او روغتیايي کارکوونکو سره د خبرو اترو او نظر پوښتنې پر بنسټ چمتو شوی دی، ۹۵ سلنه ځواب ویونکو هېواد کې د پراخې بې وزلۍ په هکله ویلي چې د بې کارۍ او د خوارکي توکو د بیې د لوړوالي له امله د خوړ په چمتو کولو کې له ستونزو سره مخ دي.
په راپور کې له هېواده بهر د افغانستان څه باندې اووه مېلیارد ډالرو اسعاري شتمنیو کنګلېدو ته په نغوتې سره وايي چې د نړۍوالې ټولنې له خوا لګول شویو بندیزونو هم د افغانستان اقتصاد فلج کړی دی.
په دې اړه مو اندونه