د عامې روغتیا وزارت له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې د نړۍوالې ورځې په غونډه کې وایي، چې تېر زیږدیز کال په ټول هېواد کې د سرطان ناروغۍ نږدې ۲۳ زره پېښې ثبت شوې دي، چې په دې لړ کې ۱۶ زره کسان مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د خدماتو د وړاندې کولو معین حبیب الله اخندزاده وايي چې په نړۍ کې د زده له ناروغۍ وروسته، د سرطاني ناروغیو د مړینې شمېر لوړ دی.
حبیب الله آخندزاده زیاته کړه:«په افغانستان کې سږکال په سرطان اخته ناروغانو شمېر ۳۸ زره او ۵۵۴ تنو او تېر کال د سرطان د نویو پېښو شمېر ۲۳ زره ثبت شوی او ۱۶ زرو ژوند بایللی دی.»
د تنباکو کارول، د فزیکي فعالیت نشتوالی، خورا ډېر چاغښت، د ناروغتیايي توکو خوړل، د الکولو څښل او د هوا ککړتیا په هېواد کې د سرطان ناروغۍ د زیاتېدو له لاملونو بلل کیږي.
د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام مسوول ذبیح الله هاشمي وايي:«په ټولنه کې هر شخص چې د هرې طبقې وي او په هره کچه چې وي د سرطان ناروغۍ په درملنه کې د ملاتړ او ګډون له ځان سره ولري په ساده بڼه هم کېږی او که په ځواکمنې بڼه هم کېږي.»
د معالجوي طب رییس ډاکټر احمد سیر پاڅون څرګنده کړه:«د سرطان په هکله د ای ار نړۍوال بنسټ سروي ښيي چې د سلو تنو له ډلې د هغوی ۱۲ تنه په ناروغۍ اخته چې له دې ډلې د هغوی د هغوی ۱۱تنه مړه کېږي.»
اخوا د دې غونډې یو شمېر ګډونوال دغه راز غونډې د سرطاني ناروغیو په تړاو خلکو ته د پوهاوي ورکولو په برخه کې ګټورې ګڼي.
ډاکټره تمکین ګډونواله وايي:«د دا ډول پروګرامونو ترسراوی د ډېریو خلکو لپاره ډېر کټور دی او تر ډېره د ټولنې خلکو ته چې له هر څه شاته پاتې دي »
سرطان ناروغي د زړه له ناروغۍ وروسته په نړۍ کې د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، د شمېرو له مخې تېر کال په ټوله نړۍ کې ۴۴ میلیون تنه پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي، چې لس میلیون تنه یې مړه شوي دي.