د وینې مرکزي بانک چارواکي د هیموفیلیا ناروغانو لپاره د اسانتیاوو پر نهشتوالي نیوکه کوي.
د دې بانک مشر وايي، د یادو ناروغانو د درملنې لپاره یو شمېر درمل په ځانګړې توګه فکټور-۹ په واک کې نهلري.
محمد ناصر صادق د وینې مرکزي بانک مشر زیاتوي: «د هیموفیلیا نړیوال فدراسیون څخه مو دا غوښتنه ده چې کله فکټور ۸ رالېږي، ډېر کم رالېږي، دا دې ډېر کړي او تر څنګ یې فکټور ۹ هم راولېږي.»
نوراله او محب پر هیموفیلیا ناروغۍ اخته دي. ۱۳ کلن نوراله یوه پښه د وینې په مرکزي بانک کې د فکټور ۹ د نهشتوالي له امله له ستونزو سره مخ شوې ده.
ناروغ نورالله پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «فکټور مې تېروه، ښه وه، درد یې نه درلوده، ښه کېدلم.»
یو بل ناروغ محب وايي: «کله چې فکټور و، ژوند اسانه و، درد نه و، خو پهدې ورځو کې ژوند سخت شوی، شپږ میاشتې شوې درد مې تېر کړ، سږ کال رانه ښوونځی هم پاتې شو.»
د دغو دواړو ماشومانو پلار وايي، د خپلو دغو ماشومانو د اړتیا وړ درمل یې نهدي موندلي.
د ناروغانو پلار بسمالله وايي: « تر اوسه مو فکټور نهدی لېدلی، یوازې پلازما ورته ورکوم، دا بېچاره ګان سخت درد تېروي، زه هم په دغه ډول یم، هېڅ چاره نهلرم، څه وکړم؟»
له دې سره هممهاله یو زیات شمېر کورنۍ له ورته ستونزې سره مخ دي او د فکټور ۹ د تر لاسه کولو لپاره په وار-وار د وینې مرکزي بانک ته ځي، خو بیا هم د یاد فکټور د نهشتوالي ځواب ورکول کېږي.
ناروغ احمد نصیر وايي: «د همدې فکټور د کمي له کبله ناروغ یم او معیوب هم شوم، چپه پښه مې معیوبه ده، په قالب کې ده، سخت درد کوي.»
یو بل ناروغ عبدالضمیر وايي: «له دولت او HFS هیله لرو چې موږ ته ۸ او ۹ فکټورونه راولېږي، موږ دلته له ۹ فکټور له کموالي سره مخ یوو او ډېری ناروغان ۹ فکټور ته اړتیا لري.»
هیموفیلیا یوه ارثي د وینې بهېدنې اختلال دی چې په هغه کې وینه په سمه توګه نه لخته کېږي. یو شمېر ډاکټران وايي، دغه اختلال کېدای شي د وینې بهېدنې لامل شي او یوازنۍ حل لاره یې د ۸ او ۹ فکټورونه دي او دغه فکټورنه داسې پروټينونه لري چې د وینې بهېدنې د درېدو لامل کېږي.
په دې اړه مو اندونه