د طب په وروستۍ ازموینه کې د ښځینه زده کړیالانو د ګډون ځنډ په ټول هېواد کې د ځينو زده کړیالانو له غبرګونونو سره مخ شوی دی.
دغه زده کړیالانې وايي که چېرې په دغه ازموینه کې د ګډون اجازه ورنهکړل شي، د کلونو خواري به یې په اوبو لاهو شي.
نوریه د کابل پوهنتون له معالجوي طب پوهنځي نه فارغه ده او یوه نیمه میاشت وړاندې یې د وروستۍ ازموینې لپاره نوملیکنه وکړه، خو اوس په دې ازموینه کې د ښځینه محصلانو د ګډون ځنډېدو خبر خواشینې کړې ده.
زده کړیاله نوریه وايي:«اوه کاله طب چې موږ ووایه، معمولي کلونه نه وو، موږ زښته زیاتې ازموینې ورکړې چې سختې وې او د دغه خبر اورېدل ډېر خواشینې کوونکې دي.»
دغه محصلانې وایي، تر څو چې دغه ازموینه ورنه کړي، د تخصص په دوره کې ګډون نه شي کولای.
محصله نوریه څرګندوي:«د اګزیټ له ازموینې پرته موږ د تخصص امتحان ته داخلېدای نه شو او د کار اجازه نه لرو.»
د افغانستان د ازموینو ملي ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه لیک کې د ښځینه محصلانو وروستۍ ازموینه تر امرثاني پورې وځنډوله او د نارینه محصلانو د ازموینې نېټه یې د سلواغې میاشتې نهه ویشمته اعلان کړه.
یو شمېر نارینه محصلان غواړي چې ښځينه محصلانو ته هم په دغې ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړل شي.
بل لور ته د کابل د طبي پوهنتون فارغانو په یو لیک کې د دغې ازموینې له اخیستونکو ادارو غوښتي چې لومړی دې د نجونو زده کړیالانو ازموینه واخیستل شي.
زده کړیال جمشید وویل:«ژر ترژره دې موږ د خویندو د ازموینې نېټه دې هم معلومه کړي چې زموږ خویندې چې روحي شوک یې لیدلی له دغه شوکه وژغورل شي.»
بل خوا یو شمېر ډاکټران د ښځینه محصلانو حضور د طبي ټولنې یوه جدي اړتیا ګڼي.
د نسایي ولادي متخصصه ډاکتر نجم السما شفا وايي:«په داسې شرایطو کې چې د میندو او نوزېږو مړینه په افغانستان، په اسیا کې زیاته ده او ډېره اړینه ده چې د افغانستان په ټولنه کې ښځینه ډاکټرانو ته ډېره اړتیا ده باید زیاتې شي.»
د زړه د ناروغیو متخصص عزیز الله امیر هم وویل:«د ښځینه ډاکټرانو او زده کړیالانو په تدریس کې هر ډول ځنډ په هېواد کې یو ناورین دی.»
د ازموینو ملي ادارې ونه غوښتل چې په دې تړاو څه ووايي.
بل خوا د کابل پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي فارغانو، طبي شورا او د ازموینو ملي ادارې ته په یوه لیک کې په دې ازموینه کې په جلا ډول د نجونو د ګډون غوښتنه کړې ده.
دوه اوونۍ وړاندې هم، د لوړو زده کړو وزارت په یوه لیک کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو د بنسټونو د ۱۴۰۲ لمریز کال کانکور ازموینې ته د نجونو پر نوملیکنې بندیز ولګاوه.
په دې اړه مو اندونه