Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طب پوهنځي د زده کړیالانو وروستۍ ازموینه په کابل کې واخیستل شوه

د کابل پوهنتون د طب پوهنځي وروستۍ ازموینه نن (شنبې) څه باندې اوه زره تنو په ګډون د کابل په طب پوهنځي کې واخیستل شوه.

دغه زده کړیالان له بېلابېلو ولایتونو په دغې ازموینه کې ګډون کړی وو.

د افغانستان د طبي شورا مسوولان ډاډ ورکوي، چې د تګلارې له تایید وروسته به په دویم پړاو کې د طب پوهنځي په وروستۍ ازموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه ورکړل شي.

 د طبي شورا رییس ګل محمد عثمان وویل:«اسانتیاوو ته په کتو دغه ازموینه په دوه پړاوونو کې اخسیتل کېږي په لومړي پړاو کې هلکان او دویم پړاو د ښځو لپاره دی.»

د طبي شورا تخنیکي سلاکار داکتر احمد شاه شکوهمند هم وايي:«هغه کړنلاره چې موږ د طبي شورا له خوا وروستۍ کړې ان شاالله د اسلامي امارت د محترمو چارواکو له منظورۍ وروسته په دویم پړاو کې د ښځينه‌وو امتحان اخیستل کېږي.»

د ازموینو د ملي ادارې مسوولان وایي، چې په دې آزموینه کې تر اوو زرو زیاتو کسانو ګډون کړی و او تر راتلونکې یوې اونۍ به یې پایلې اعلان شي.

د آزموینو د ملي ادارې مرستیال رحمت الله حقاني وویل:«د ازموینو ملي اداره ان شاالله دغه ازموینه په بشپړه روڼتیا سره اخلي.»

د ازموینو د ملي ادارې سلاکار یما امان مشاور هم څرګندوي:«د دوی ازموینه کې ۱۰۶ سوالونه دي د تعیین شوي معیار له مخې د افغانستان د طبي شورا له خوا د کامبابۍ نمره ۶۰ سلنه د سوالونو حل دی.» 

د طب پوهنځي یو شمېر ښځينه او نارینه محصلان له اسلامي امارته غواړي چې د طب څانګه سیاسي نه کړي او نجونو ته  په ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړي.

د معالجوي طب فارغ التحصیله کامله وايي:«زموږ سپينې چپنې دې نه سیاسي کوي د دې لپاره چې موږ له سیاسته جلا یوو پرېږدئ چې موږ پرمختګ وکړو چې موږ خپلو غوښتنو ته ورسېږو.»

د هېواد د طبي شورا د شمېرو له مخې، د طب پوهنځي وروستۍ آزموینې ته ۱۰ زره تنو نوملیکنه کړې ده چې له دې منځه درې زره یې نجونې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه