Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د عامې روغتیا وزارت: د کووېډ ۱۹ د لسګونو روغتونونو بودیجه ځنډول شوې

د عامې روغتیا وزارت سرپرست له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي، چې له سیاسي تحولاتو وروسته محدودیتونو په هېواد کې روغتیايي خدمتونه اغېزمن کړي.

د اسلامي امارت دغه چارواکی زیاتوي، د کورونا ویروس ۴۰ ځانګړي روغتونونه چې لګښت يې د نړۍوالو مرستندویه سازمانونو له لوري ورکول کېده، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته يې بودیجه ځنډول شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وايي:«که موږ قرارداد ته وګورو، د نړۍوالو مختلفو سازمانونو سره تر ۲۰۲۴ زیږدیز کال پورې قرارداد لرو، موږ په افغانستان کې ۴۰ د کورونا ویروس روغتونونه درلود، چې بودیجه يې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته ځنډول شوې ده.»

بل لور ته د افغان جاپان روغتون مسوولان وايي، لا يې هم د پنځو میاشتو تنخواګانې نه دي ترلاسه کړي.

په افغان جاپان روغتون کې د جدي مراقبت څانګې مسوول شیرین آغا ناصري څرګندوي:«د افغان جاپان روغتون ټول پرسونل له خپل شخصي جیب څخه لګښت ورکوي او بدبختانه تراوسه پورې يې د تېرو پنځو میاشتو معاشونه هېچا په غاړه نه دي اخیستي.»

د افغان جاپان روغتون ډاکټر انعام الله رحمتي هم وویل:«زموږ تقریباً د پنځه میاشتو معاشونه پاتې دي او اوس قراردادونه شوي له ټول پرسونل سره او معاشونه د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري راکول کېږي.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست همداراز زیاتوي، په کابل کې يې د هغو درېیو روغتونونو چې د پاکستان لخوا جوړې شوي د بودیجې په اړه يې د یاد هېواد له چارواکو سره خبرې کړي، خو که اسلام اباد يې بودیجه ورنه کړي، اسلامي امارت به دې برخه کې لاس په کار شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد څرګنده کړه:«که چېرې دا ستونزه حل نه شي، نو موږ پلان لرو، چې د دې درې روغتونونو بودیجه په کلنۍ بودیجه کې اختصاص کړو.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په دې باور دی، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکي په هېواد کې ۴۰ سلنه روغتیايي خدمتونه وړاندې کېدل، خو اوس په ټول هېواد کې خلک له معیاري روغتیايي خدمتونه برخمن دي.
 
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په دې باور دی، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکي په هېواد کې ۴۰ سلنه روغتیايي خدمتونه وړاندې کېدل.

شریک یي کړئ