د دوشنبې په ورځ د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین درېیم پړاو کمپاین پېل شو.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وایي، چې په دغه څلور ورځني کمپاین کې به څه بانې نهه اعشاریه څلور مېلیونه ماشومان واکسین شي.
دغه کمپاین د هوا د سړښت له امله یوازې په بامیان، دایکندي او غور ولایتونو کې نه دی پېل شوی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وویل:«په دغه کمپاین کې به نهه اعشاریه څلورمېلیونه له پنځه کاله کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق وو. له نورو کمپاینونو سره یې فرق دا دی چې په دغه کمپاین کې به ټولو هغو ماشومانو ته چې د پنځه کلونو څخه کم عمر ولري د ویټامین اې کپسول هم ورکول کېږي ترڅو د دوی معافیت ورباندې پورته شي.»
له دې سره هممهاله ځينې واکسیناتوران دغه واکسین د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي لپاره مهم ګڼي.
فاطمه واکسیناتوره فاطمه وايي:«خپلو ماشومانو ته اجازه ورکړئ چې موږ یې واکسین کړو. ځکه واکسین د ماشومانو په ګټه دی او هغوی له فلج کېدو ژغوري.»
واکسیناتوره بصیره هم څرګندوي:«خپل ماشومان له جنجال پرته موږ ته راولئ. له موږ سره همکار واوسئ چې وکړای شو ستاسو د ماشومانو راتلوونکی خطر کنټرول کړو.»
بل خوا، یو شمېر هېوادوال له عامې روغتیا وزارته غواړي چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د هېواد لېرې پرتې سیمې خپل تر پوښښ لاندې راولي.
د فاریاب اوسېدونکی سید احمد وايي:«موږ په فاریاب، په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوو. تراوسه مو نه دي لیدلي چې څوک دې زموږ په ولسوالیو کې د پولیو واکسین شوي وي.»
د عامې روغتیا وزارت په وینا، په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې د پکتيکا او کونړ ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ دوه پېښې ثبت شوې دي، خو په روان زیږدیز کال کې تر اوسه د ماشومانو د ګوزڼ هېڅ پېښه نه ده ثبت شو
په دې اړه مو اندونه