Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغان- جاپان روغتون کې د سل یا توبرکلوز ناروغانو زیاتوالی

په افغان - جاپان روغتون کې د سل یا توبرکلوز ناروغۍ مراجعه کوونکي زیات شوي دي.

د دغه روغتون سرطبیب وايي چې د افغان - جاپان روغتون ته د ورځې د سل ناروغۍ څه باندې ۷۰ ناروغان مراجعه کوي.

د افغان- جاپان روغتون سرطبیب رحمت‌الله وزیري وویل:«که چېرې پخوا موږ په OPD کې ۵۰ تر ۵۵ ناروغان لرل، اوس په OPD کې د ورځې ۷۵ ناروغان دي چې په دې منځ کې ځينې ناروغان د بستر کېدو وړتیا لري.»

له دې سره هم‌مهاله ځينې هغه ناروغان چې په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي، له عامې روغتیا وزارته غواړي چې په ولایتونو کې یې هم د سل ناروغۍ د درملنې امکانات برابر کړي.

ناروغ حسین په دې هکله وايي:«په هر ولایت کې دې یو کلینک جوړ شي، د هغه درمل دې ووېشل شي.»

یو بل ناروغ هم څرګندوي:«موږ له غزني راځو، د موټر کرایه لرو. ډېر وخت کېږي چې زموږ کورنۍ راځي او ډېر لګښت مو شوی دی.»

اخوا د عامې روغتیا وزارت وايي چې ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې په هېواد کې د دغې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ۳۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان اخرخېل څرګندوي:«په دغه برخه کې زموږ د ارتقاع صحت ډيپارټمنټ او نور د وقایوي طب ډیپارټمنټ وخت په وخت باندې د عامه پوهاوي سیمینارونه ترسره کوي او د رسنیو له لارې پیغامونه خپروي چې د ناروغیو مخنیوی وشي.»

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې په ټول هېواد کې پر سل یا توبرکلوز د اخته کسانو شمېر ۵۲ زره تنو ته رسېده.

دغه وزارت زیاتوي چې د سل ناروغۍ د درملنې لپاره په ټول هېواد کې ۸۵۰ مرکزونه شتون لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه