د عامې روغتیا وزارت په ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین له پیله خبر ورکوي.
د دې وزارت ویاند شرافت زمان امر وايي، ټاکل شوې پهدې درې ورځني کمپاین کې ۱٫۱ مېلیون ماشومان واکسین شي.
دغه کمپاین به د روان کال د وري میاشتې پر څوارلسمه پهدې ولایتونو کې پیل شي.
د عامې روغتیا وزارت شرافت زمان امر وايي: «د دوشنبې په ورځ چې د درېیم له اپرېل سره سمون خوري د ختیځ زون په څلورو ولایتونو کې به زموږ کمپاین پیلېږي، پهدې کې به ۱٫۱ مېلیون ماشومانو ته واکسین تطبیقېږي، دا یو کېس رسپانس (د قضیو پر وړاندې د ځواب ورکولو) کمپاین دی چې هلته په سیمه کې کوم محیطي سمپلونه مثبت شوي وو، د هغوی لپاره یو ځواب دی.»
له دې سره سم، د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي له عامې روغتیا وزارته غواړي چې په ختیځو ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ د لمنځه وړلو لپاره په دغو سیمو کې د واکسیناسیون بهیر دوامداره کړي.
د ننګرهار اوسېدونکی معرجالدین وايي: «دا چې په ختیځ کې روغتیايي ادارو دغه کمپاین روان کړی دی، موږ ترې ډېر زیات خوشاله یوو چې دا ډول کمپاین کوي او هیله لرو چې دغه کمپاینونه دوامداره وساتي.»
د ننګرهار یو بل اوسېدونکی ابراهیم زیاتوي: «پولیو کمپاین باید په میاشت کې څو ځلي تکرار شي او له پولیو نه یو پاک افغانستان غواړو، هیله لرو چې په ټول افغانستان؛ بلکې په ټوله نړۍ کې پولیو ورکه شي.»
په ۲۰۲۲ کال کې په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوې او په روان زیږیز کال کې لا تر اوسه د ګوزڼ ناروغۍ کومه پېښه نه ده ثبت شوې.
په دې اړه مو اندونه