Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روغتیا وزارت په تخصصي ازموینه کې د ښځینه ډاکټرانو پر نشتوالي نیوکه

د افغانستان د نسايي او ولادي ډاکټرانو ټولنه، د عامې روغتیا وزارت په تخصصي ازموینه کې د ښځینه ډاکټرانو پر نشتوالي نیوکه کوي.

د یادې ټولنې په وینا، په دغه ازموینه کې د ښځینه ډاکټرانو نه حضور به په هېواد کې د ډاکټرانو د کمښت او دغه راز مور او ماشوم د مړینې د زیاتوالي لامل شي.

د تېرې سه‌شنبې په ورځ عامې روغتیا وزارت وویل چې، ښځينه ډاکټرانې د دغه وزارت په تخصصي ازموینه کې نوم‌لیکنه نه‌شي کولی، خو اوس د نسايي او ولادي ډاکټرانو ټولنه دې مسالې ته د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، په‌دې ازموینه کې د ښځو له ګډونه مخنیوی به په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې د ډېرېدو لامل شي.

د نسايي او ولادي ډاکټرانو د ټولنې ريیسه نجم السما شفاجو وايي: «څو کاله وروسته به موږ له دې ناوړه ناورین ووینو، ځکه په افغانستان کې ډېرې میندې مړې شوې دي او اوس هم افغانستان په اسیا کې د مور د مړینې تر ټولو لوړې شمېرې لري او دا شمېرې به لا ډېرې شي.»

خو عامې روغتیا وزارت بیا تخصصي دورو ته د ښځینه ډاکټرانو د لارې موندنې په تړاو ډاډ ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل وايي: «ان‌شاء الله خپل ولس ته اطمنان ورکوو او روغتیايي پرسونل ته هم دا اطمنان ورکوو چې سږ کال به له نارینه ډاکټرانو سره ښځینه ډاکټرانې هم د تخصص لپاره معرفي کېږي.»

له بل لوري، یو شمېر ډاکټرانې له اسلامي امارته غواړي چې په تخصصي ازموینه کې د ګډون زمینه ورته برابره کړي.

ډاکټره خالده بابکرخېل وايي: «دلته موږ ښځینه ډاکټرانو ته اړتیا لرو، په تېره د روغتیا په برخه کې یوه ښځه کولای شي، په ډېرې اسانۍ سره د یوې ښځه درملنه وکړي، خو یوه ښځه نه‌شي کولای سړي ته ورشي، ځکه د نسايي ولادي برخه کې ډېرې ستونزې شته.»

د عامې روغتیا وزارت د ویاند په وینا، د تخصصي ازموینې لپاره چې، کوم بستونه اعلان شوي، د اړتیاو له مخې زیات او کم کېدای شي.

د یادې ټولنې په ونیا، په دغه ازموینه کې د ښځینه ډاکټرانو نه حضور به په هېواد کې د ډاکټرانو د کمښت او دغه راز مور او ماشوم د مړینې د زیاتوالي لامل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه