د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونېسف» په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته د خوراکي توکو د رسولو په برخه کې د بودجې له کموالي اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغه سازمان د تغذیې برخې مشره زیاتوي، دغه بنسټ د دغو ماشومانو د درملنې او د طبي کارکوونکو د روزنې لپاره ۲۱ مېلیون ډالره بېړنۍ بودجې ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق د تغذیې برخې مشره ملاني ګالوین وايي: «دا یوه ډیره ګټوره او اغېزناکه کوچنی بسته ده چې موږ یې ماشومانو ته ورکوو او په څه کم اتو اوونیو کې د هغوی درملنه کېدای شي. یونېسف دا طبي خواړه په ټول افغانستان کې روغتونونو او زرګونو روغتیايي مرکزونو ته برابروي، خو موږ د بودجې له کمښت سره مخ یوو او د دغو طبي خوړو چې د ۸۷۵ زره ماشومانو لپاره ورته اړتیا لرو، د پېرلو توان نهلرو. موږ د ۲۱ مېلیونه ډالره بېړنۍ بودجې ته اړتیا لرو.»
یو نیم کلن حنظله چې پر خوارځواکۍ اخته دی، څلوېښت ورځې وړاندې یې خپله مور مړه شوې او اوس یې پالنه د انا پر غاړه ده.
د ناروغ ماشوم انا شرف گل وايي: «د دې ماشوم مور نهشته، زموږ غوښتنه دا ده چې له دې سره مرسته وشي او دا ماشوم په تغذیې برخه کې ونیسي، د همدې لپاره مې راوړی دی.»
ډاکټره یاسمین وايي: «په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته د «اریوټياېف-RUTF» خواړه یوه بنسټیزه اړتیا ده چې باید تر لاسه یې کړي او ډېرو ماشومانو چې دغه خواړه تر لاسه کړي، روغ شوي دي.»
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق په ټول افغانستان کې زرګونه روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته طبي خواړه برابروي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې په افغانستان کې نږدې درې مېلیونه تنه په خوارځواکۍ اخته وو.
په دې اړه مو اندونه