Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار کې د ماشومانو د ګوزڼ د دوو مثبتو پېښو ثبتېدل

د عامې روغتیا وزارت په ننګرهار ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د دوو مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي چې دغه دوه پېښې د «کوټ او بټي کوټ» په ولسوالیو کې ثبت شوې دي او پر دغه ویروس یو اخته ماشوم ژوند بایللی دی.

دغه وزارت ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پيل شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي:«دغه دوه واقعیات چې اوس راغلي دي، یو چې و څلور کلن ماشوم و او بل چې دی د ۱۱ کلونو ماشوم و چې هغه یو ماشوم د نورو ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و، موږ اوس په هغه سیمه کې کوښښ کوو چې په دغو سیمو کې مخکې هم کمپاینونه ترسره شوي دي اوس بیا هم هدف دا دی چې هلته د نورو ناروغیو او د نورو ماشومانو څخه مخنیوی وشي. چې نور ماشومان په دغه باندې اخته نه شي.»

په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې د ماشومانو د ګوزڼ لومړنۍ پېښه د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

نازو هغه ماشومه چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې په پولیو اخته شوې وه د کورنۍ غړي یې وایي، چې نازو یو کال وړاندې په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوه او د غاړې په برخه کې له فلج کېدو او سخت نس ناستي وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
                           
د نازو نیکه اقبال شاه وویل:«د دې څټ بېخي کار پرېښود، نیولی یې نه شو، بیا مو روغتون ته بوتله بیا د اختر په شپه باندې په حق ورسېده. »
                             
د نازو مور زرمينه هم وايي:«له مریض کېدو نه وروسته یې پښې نرۍ شوې او ګېټه یې راوپړسېده. او څټ یې کار پرېښود او ډوډۍ یې نه هضمېدله.»

بل خوا، یو شمېر هېوادوال او د روغتیا برخې رضا کاران له همکارو بنسټونو غواړي چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو په کمپاین کې ورسره همکاري وکړي.
                
د روغتیا برخې رضا کار فدا محمد وايي:«موږ یوه نیمه میاشت، یوه میاشت وروسته واکسین ته ځوو، چې وګوري زه په دغه تاریخ راغلی یم او په دغه تاریخ خپل ماشومان کلینک ته بوځي او واکسین یې کړي.»
                      
د ننګرهار اوسېدونکی الباني هم څرګندوي:«موږ غواړو چې موږ ته دغه کلینیکونه اضافه شي. او همدارنګه عامه پوهاوی زیات شي.»
 
د عامي روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې، په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې څلور مثبتې پېښې او په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه