Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په ۲۳ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین د کمپاین پېل

په هېواد کې د پولیو د دوو مثبتو پېښو له ثبتېدو وروسته، د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د واکسیناسیون کمپاین پېل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي، په دغه کمپاین کې به شپږ اعشاریه څلور مېلیونه ماشومان چې د دغې ناروغۍ له خطر سره مخ دي واکسین شي.
     
د عامې روغتیا وزرت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي:«ټولې هغه سیمې چې خطر سره مواجه دي. هم هلته ضرورت لیدل کېږي. په همدغه اساس ۲۳ ولایتونه انتخاب شوي دي چې په دغه کې به ۲۱۷ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې وي. زموږ هدف په کې ۶٫۴ مېلیونه ماشومان دي چې د واکسین په دغه کمپاین کې به ان‌شاالله هغوی ته واکسین تطبق شي.»

۵۰ کلن ممتاز په دولس کلنۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ پر ناروغۍ اخته شو. دی وایي، چې پر ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته په ژوند کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوی او نور نه غواړي چې هېڅ هېوادول د ده په برخلیک اخته شي.

په ګوزڼ ناروغۍ اخته کس محمد ممتاز وايي:«ټول دې د دغې خبرې تبلیغ وکړي چې سبا بچیان یې زما په شان معلول نه شي. معلولیت په ژوند کې په خپله ستونزه ده.» 

بل خوا ځينې واکسیناتوران د ماشومانو د ګوزڼ واکسین د اهمیت خبره کوي.

کابل کې د واکسیناسیون د برخې مسووله فریبا امین طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«زموږ غوښتنه دا ده په ځانګړې توګه له ټولو هغو کورنیو څخه چې خپل ماشومان ردوي او اجازه نه ورکوي چې واکسین شي. نویزېږي تر ۵ کلنو پورې خپل ماشومان د واکسین د اخیستو لپاره زموږ واکسیناټورانو ته چمتو ولري.»

له دې سره هم‌مهاله، یو شمېر هېوادوال له عامې روغتیا وزارته غواړي چې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین کمپاین پروګرام پراخ کړي.

د ارزګان اوسېدونکی بریالی په دې هکله وايي:«هغو سیمو ته چې پخوا د جنګ او ناامنۍ له کبله د واکسین ټیمونه نه شوی ورتلای، نو اوس مو هیله دغه ده چې هغو سیمو ته هم زموږ ماشومانو ته واکسین ورکړل شي او له دغې ناروغۍ خلاص شي.»

د ارزګان بل اوسېدونکی حکمت‌الله هم څرګندوي:«له چارواکو څخه یوازینۍ هیله همدا ده چې په ارزګان ولایت کې هم د نورو ولایتونو په څېر باندې واکسین کور په کور شي. او په هر کور کې ماشوم په خپل ځای کې واکسین شي.»

د نیمروز اوسېدونکی جان محمد هم وویل:«په اطرافو کې او کلیوالو کې چې په هغو کې امکانات نه وي. یا د دولت او یونېسف لاسرسی هغو ځایو ته کم وي. په هغو ځایونو کې دا ناروغۍ شته. له دوی څخه مې هیله دا ده چې دوی ته پاملرنه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې د ننګرهار په ګوټ او بټي ګوټ ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې د ننګرهار په ګوټ او بټي ګوټ ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه