Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شمالي حوزه کې پر کانګو ناروغۍ د لس تنو اخته کېدل او د دوو تنو مړه کېدل

د بلخ د عامې روغتیا رییس وایي چې په تېرې یوې اونۍ کې د ابو علي سینا بلخي په حوزوي روغتون کې لس مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې منځه دوه تنه مړه شوي دي.

د بلخ سیمه‌ییزو مسوولینو په مزارشریف ښار کې یوې بیړنۍ غونډې ته همداراز وویل چې دغه ناروغي د زیاتېدو په حال کې ده.

د بلخ د عامې روغتیا رییس نجیب الله توانا وايي:«د کانګو لس مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له بده مرغه موږ دوه د مړینې پېښې لرلې او د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون خپل ځانګړی چمتووالی لري او انتاني روغتون هم ۵۰ بستره چمتو کړي دي.»

بل خوا د بلخ د اطلاعاتو او کلتور او د حج او اوقافو رییسان، له رسنیو او دیني عالمانو غواړي چې د کانګو ویروس د خپرېدو په تړاو د عامې پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله نوراني څرګندوي:«په دې برخه کې ځانګړی مسوولیت رسنیو ته متوجه کېږي چې خپل د یوه مسلمان ورور روغتیا وژغوري او له ناروغۍ هغه خوندي کړي او د هغه د روغتیا په برخه کې خبرتیا ورکړي.»

د بلخ د حج او اوقافو رییس سیف الدین عزیزي هم وايي:«هڅه کوو او ټولو علماوو ته د کانګو د ناروغۍ په هکله خلکو ته خبرتیا ورکړي.»

احمد زبیر د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی. دی وایي چې د دوی له خپلوانو یو تن چې په مالدارۍ بوخت و، نږدې لس ورځې مخکې په کانګو ناروغۍ اخته شوی دی.

د بلخ اوسېدونکی احمد زبیر زیاتوي:«له خولې او پوزې یې وینې راتلل. کله چې روغتون ته راغلل، بالاخره معاینه یې ولیدل شوه چې د کانګو ناروغ دی.»

د بلخ اوسېدونکی حسیب الله هم وايي:«کاکا مې په کانګو اخته شوی دی. هغه د کنه او ګنګ له لارې اخته شوی دی.»

د بلخ د پنځوس بستریز انتاني روغتون سرطبیب نبي الله امیري هم څرګندوي:«څوک یا هغه انسان چې په کانګو ناروغۍ اخته کېږي په دې هکله عمومي انتاني نښې او علایم یې عبارت دې له تبې، ځان دردي، سر دردي، کسالت او کمزوري وي. له هغې وروسته ناروغ په رواني ستونزو اخته کېږي.»

د روغتیاپالانو په وینا، سخته تبه، سردرد، د ځان درد، د معدې درد، زړه بدوالی او کله هم وینه تویېدنه د کانګو ناروغۍ له علایمو څخه دي.

د ډاکټرانو په وینا، شدیده تبه، سردردي، د ځان درد، د زده بدوالی او د معدې درد او کله هم خونریزي د کانګو ناروغۍ له نښانې څخه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه