Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د روغتیايي خدمتونو د یو شان کولو لپاره د نړۍوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لرو'

د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد  قطر ته په خپل سفر کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره په لیدنه کې په افغانستان کې په روغتیايي برخو کې د ستونزو د حل په تړاو خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي عباد په دغې لیدنه کې په ټول هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د یو شان کولو لپاره ټينګار کړی او د نړۍوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت پر خپله اېکس پاڼه وايي، چې قلندر عباد په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو پر برابرېدو ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د نړۍوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي:«د افغانستان د روغتیايي خدمتونو د یو راز کولو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده او په دې برخه کې باید نړۍواله ټولنه له موږ سره همکاري وکړي، اوس تر بل هر وخت ډېر شفافیت راغلی دی، هېواد مو امن دی او هر څوک کولای شي د روغتیا په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د قطر د عامې روغتیا له وزیر سره په کتنه کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د له‌منځه وړلو او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه هم خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند په وینا، په دې کتنه کې د روغتیا وزیر ویلي چې ډېر ژر به په قطر کې د افغان روغتیايي کارکوونکو او نویو فارغو شویو ډاکټرانو لپاره روزنیز پروګرام پېل شي.

خو ډاکټران پر دې باور دي چې پر نړۍوالې ټولنې تکيه په ټول هېواد کې د معیاري روغتیایي خدمتونو زمینه نه شي برابرولای.

ډاکټر سید عبدالله احمدي په دې هکله وویل:«بهرنۍ سرچینې هېڅکله هم د افغانستان د خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ښه تامین کوونکي نه دي چې نن موږ د خپلو خلکو لپاره یو ښه سیسټم نه‌لرو. نو پر دې بنسټ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست له وخته دې استفاده وړي د افغانستان خلکو ته د ې یو نوی سیسټم رامنځته کړي.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست دغه راز د اسلامي شورا په غونډه کې د لومړنیو او ثانوي روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې خلکو ته پر وخت او د رضایت وړ روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په پام کې لري، چې د افغانستان په ۳۰۰ ولسوالیو کې روغتونونه جوړ کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه