Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۳۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسیناسیون د کمپاین پېل

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې نن (دوشنبې، د غويي په ۱۰مه) د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسیناسیون کمپاین پېل شو، په دغه کمپاین کې به څه باندې ۱۰ مېلیونه ماشومان واکسین شي.

دا په ۲۰۲۴ زیږدیز کال د پولیسو واکسیناسیون لومړنی سراسري کمپاین دی چې څلور ورځې به دوام وکړي او ماشومانو ته به د ویټامین A تابلیتونه هم ور کړل شي.

دغه کمپاین به په غور، دایکندي او بامیان ولایتونو کې د هوا حالتو د خراب‌والي له امله به په ځنډ سره پېل شي.
 
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«په یاد شوي کمپاین کې چې د څلور ورځو لپاره به دوام ولري، په هېواد کې به د ۱۰٫۷ مېلیونه هغو ماشومانو ته چې له پنځو کلونو څخه کم عمره لري د پولیو واکسین تطبیق شي.»

واکسیناټور روح‌الله ابراهيمي هم وايي:«د دې لپاره چې ماشومان مو په دغې خطرناکې ناروغۍ اخته نه‌شي، د پولیو واکسین په هر پېر کمپاین کې خپل ماشومان واکسین کړئ.»

له دې سره هم مهاله بیل او میلنډا ګیټس بنسټونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پولیو ناروغۍ د جرړو د ایستلو په موخه د سعودي عربستان د ۵۰۰ مېلیونه ډالرو له مرستې خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې دغه پيسې به د روغتیا نړۍوال سازمان او یونېسف له لوري له هغو هېوادونو سره چې د ماشومانو د ګوزڼ له ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دي د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ولګوي.

د ملک سلمان بشري مرستو د مرکز عمومي څارونکی عبدالله الربیعه ویلي:«په افغانستان او پاکستان کې چې لا هم د پولیو ناروغي په کې پاتې ده، موږ د پام وړ پرمختګ شاهدان یو؛ خو د دغې ناروغۍ د له‌منځه وړلو لپاره د نړۍ کار او هڅې پاتې دي. د سعودي عربستان نننۍ ژمنه به د دې ناروغۍ د جرړو د وچولو لپاره د نوښت او همکارۍ اړتیا زیاته کړي. په ټوله سیمه او مهمو هېوادونو کې زموږ او زموږ د همکارانو لکه بېل ملینډا ګېټس بنسټ، د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د جرړو د ایستلو نړۍوال نوښت او اسلامي پراختیايي بانک ملاتړ به نه یوازې د ماشومانو ګوزڼ پای ته ورسوي، بلکې په دغو هېوادونو کې به د روغتیايي سیسټم هم پیاوړی کړي.»
 
ډاکټر سید عبدالله احمد په دې هکله وویل:«نن پاکستان او افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دي چې د پولیو له شته‌والي ډېر اغېزمن دي او په دې برخه کې د روغتیا نړۍوال سازمان اړتیا لري چې د شته سرچینو پر بنست څېړنه وکړي چې په دغو هېوادونو کې کوم کمزوري ټکي شتون لري چې تراوسه نه‌دي توانېدلي بریالي شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان زیږدیز کال له پېله تر اوسه په هېواد کې د دغې ناروغۍ هېڅ مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې؛ خو په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې په ټول هېواد کې د یادې ناروغۍ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه