د ماشومانو د ژغورنې بنسټ راپور ورکړی چې د ۲۰۲۴ کال له پېل راهیسې په هېواد کې له پنځو کلونو کم عمره تر ۱۰۰۰ ډېر ماشومان د تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي.
دغه بنسټ زیاتوي چې د دوی ګرځنده روغتیايي ټیمونو په تېرو درېیو میاشتو کې په اتو ولایتونو کې له پنځو کلونو د کم عمره ۶۹ زره ماشومانو درملنه کړې ده.
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان مدیر ارشد مالک وویل:«په افغانستان کې ډېری ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مړه کېږي. د دغو درملو رارسېدل په دې مانا دي چې د هېواد په ځينو لېرې پرتو سیمو کې به تر ۴۰۰ زرو د ډېرو ماشومانو درملنه وشي. د دغو مرستو سپارل د دې ډاډ د ترلاسه کېدو لپاره د ماشومانو د ژغورنې سازمان یوه ژمنه ده، چې له پنځه کلنۍ کم عمره هېڅ ماشوم د درملنې وړ ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورنه کړي، خو موږ په یوازې سر دا ژمنه نه شو عملي کولای. موږ له بېلابېلو نړۍوالو مرستندویانو چې د مرستو دا جوپه یې تمویل کړه، مننه کوو. خو افغانستان نورې پاملرنې ته اړتیا لري څو ډاډ ترلاسه شي چې د هېواد په ځینو محرومو سیمو کې به ماشومان راتلونکی ولري.»
د روغتیایی بنسټونو لخوا د درملو واردول د ناروغانو په درملنه کې له روغتیا سکټور سره څومره مرسته کولای شي او دا مرستې باید څنګه ولګول شي.
ډاکټر نفیعالله پیرزاد طلوعنیوز ته وویل:«د نړۍوالو سازمانونو په ځانګړې توګه د ماشومانو د ژغورنې سازمان، یونېسف او ټولو موسسو چې د ماشومانو د روغتیا د ښهوالي په برخو کې کار کوي مکلفیتونه، کولای شي چې په دغې وخت کې د افغانستان د ماشومانو لپاره اساسي رول ولري.»
ډاکټر نعمتالله رستمي هم څرګنده کړه:«مرستې باید له مخکې وارزول شي چې په کومه برخه او په کومه څانګه کې موږ کومو څيزونو ته اړتیا لرو، په هغه صورت کې چې موږ دغه مرستې په رڼه، چټکه او ټولګډونه توګه کولای شو ووېشو.»
تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي وو، چې د روان کال په مارچ میاشت کې په هېواد کې یو سلو څلویښت زرو اته سووو شپاړس کسان په حادو تنفسي ناروغیو اخته شوي او درې سوه شل تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
په دې اړه مو اندونه