د تلاسیمیا له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د عامې روغتیا وزارت په یوه پروګرام کې ویلي چې هېواد کې په دغې ناروغۍ اخته ۴۵۰۰ تنه ثبت دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د مۍ په اتمه نېټه چې د دغې ناروغۍ له نړۍوالې ورځې سره برابره ده په هېواد کې د تلاسیمیا ناروغۍ د درملنې لپاره د روغتیايي مرکزونو له جوړولو خبر ورکوي او وایي چې دمګړۍ په هېواد کې د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره د خدماتو وړاندې کولو لړۍ روانه ده.
قلندر عباد وویل:«موږ هڅه کوو یو مجهز لابراتوار چې په موقع تشخیص وکړي او دننه په افغانستان کې د تلاسیمیا لپاره یو مجهز مرکز جوړ کړو او په دې هکله مو له ډېرو اشخاصو سره خبرې کړې دي.»
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالوالي حقاني چې په دغې خپرونه کې یې حضور درلود وویل:«د تلاسیمیا ناروغانو د درملنې او سلامتي لپاره، د هغوی د سهولت او ارامښت لپاره مو خپل هڅه او پاملره کړې ده.»
ورته مهال د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس هم له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو او سوداګرو غواړي چې د دغې ناروغۍ د درملنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس احمد سیر پاڅون وویل:«له نړۍوالو بنسټونو، ملي او نړۍوالو موسسو، خیریه بنسټونو او خپلو ملي سوداګرو غواړو چې له عامې روغتیا وزارت سره لاس په لاس په دغې برخه کې کار وکړي، څو پر وخت د دغو ناروغانو تشخیص او درمنله وشي.»
پر تلاسیمیا ناروغۍ اخته کسان د طلوعنیوز خبریال ته ویلي چې د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره مالي وس نهلري.
دیارلس کلن بختیار چې په هرې میاشت کې د وینې اخیستو ته اړتیا لري، وايي:«زما وینه B+ ده او اسانه پيدا کېږي؛ خو هغوی چې د هغوی وینه o- ده، په سختی پیدا کېږي.»
یو بل ناروغ ماشوم محمد څرګندوي:«تراوسه هغو کسانو چې موږ ته یې وینه راکړئ، مننه کوو. له نورو هم زموړ غوښتنه دا ده چې له موږ سره په درملنې او د درملو په برخه کې مرسته وکړي.»
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې پر تلاسیمیا ناروغۍ ۴۵۰۰ ناروغان ورسره ثبت دي چې له ډلې یې ۱۷۰۰ کسان په ننګرهار کې دي.