Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د واکسیناسیون بهیر د ملاتړ لپاره د جاپان ۶٫۹ مېلیون ډالري مرسته

جاپان له یونیسف سره د واکسیناسیون بهیر د ملاتړ په موخه د ۶،۹ مېلیون ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

په افغانستان کې د جاپان سفیر وايي، یونېسف له دغو مرستو سره کولای شي چې، له څلور مېلیونو څخه زیات ماشومان او ښځې واکسین کړي.

په افغانستان کې د جاپان سفیرتاکایوشي کورومایا ویلي:«د نن ورځې په مراسمو کې به د جاپان دولت یونېسف ته نږدې ۷ مېلیون ډالره ورکړي، دا پیسې یونېسف د دې جوګه کوي چې، د عادلانه باکیفیته واکسیناسیون خدمتونو ته د لاسرسي د ښه‌والي او ترې د استفادې په برخه کې له ښځو او ماشومانو سره مرسته وکړي.»
 
بل پلو، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف رییس په افغانستان کې له ښځو او ماشومانو د جاپان پر دایمي ملاتړ او له یونېسف سره د دغه هېواد پر همکاریو خوښي څرګندوي او زیاتوي چې دا مرسته به په هېواد کې د څه باندې څلور مېلیونه ماشومانو او ښځو پر واکسینولو ولګول شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق استازی تاج‌الدین او وېل ويلي:«د جاپان په ملاتړ سره به موږ به وکړای شو چې په افغانستان کې له څلور مېلیونو زیاتو ماشومانو او ښځو ته په منظم ډول واکسین ورکړو چې د مخنیوي وړ ناروغیو لکه د شري، نري رنځ او تیتانوس پر وړاندې د هغوی ساتنه کوي.»

ډاکټر محي الدین طلوع‌نیوز ته وايي:«هغه مرستې چې د روغتیايي سازمانونو له لوري له افغانستان سره کېږي، تر ټولو مهمه خبره یې رونټیا او ځواب ورکړه ده. چې باید په رڼه او ځواب‌ویونکې بڼه دا ولګول شي.»

تر دې وړاندې اندونیزیا د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د لس ملیونه ډوزه پولیو واکسین مرسته وکړه او د روان کال له پیل راهیسې دغه وزارت په ټول هېواد کې د پولیو د واکسین دوه فرعي کمپاینونه ترسره کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه