Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په یوه میاشت کې د شدید اسهال ناروغانو شمېر ۸ زره ته لوړ شوی

په تېره یوه میاشت کې په هېواد کې د اسهال د شدیدو ناروغانو شمېر اته زره ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه شمېرې ښيي چې په هېواد کې په نس ناستي د اخته کسانو شمېر یو څه زیات شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند، شرافت زمان امرخیل په وینا، دا شمېر د تېرو میاشتو په پرتله زیات دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل و ویل: تقریبا د اته زرو په شاوخوا کې د حاد اسهالاتو ناروغان له موږ سره ثبت شوي دي. د دغو ناروغانو حالت زیات وخیم حالت نه دی. البته نورمال ناروغان دي او په سراپا بڼه ورته خدمات وړاندې شوې دي.

له دې سره هممهاله د انتاني روغتون ډاکټران د ګرمۍ او سېلابونو له امله د ساري ناروغیو د زیاتوالي خبر ورکوي.

دوی وايي چې هره ورځ له ۵۰ تر ۶۰ کسان چې ډېری یې پر نس ناستي اخته دي، دغه روغتون ته ورځي.

یوه ډاکټر، احسان الله حکیمي طلوع نیوز ته و ویل: موږ په معمول ډول په ورځ کې له دوو سوو تر دوه نیم سو بیلابیل ډول ناروغان لرو چې له منځه یې شاوخوا ۵۰ یا ۶۰ ناروغان د اسهالاتو وي. 

فاروق یو له هغو ناروغانو دی چې له دوو شپو راهیسې د کابل په انتاني روغتون کې بستر دی.

د زوی په وینا یې نوموړی در ورځې وړاندې د غیر صحي خوړو د خوړلو له امله ناروغ شو.

د ناروغ زوی،  سید سلیمان و ویل: تللی و او سمبوسې یا پیکوړې یې خوړلې وې او لومړی چې راغی د پیچش په ناروغۍ اخته شو بیا موږ نورو روغتونونو ته هم یوړه خو اخر کې یې موږ دغه انتاني روغتون ته راجع کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په وروستیو کې په افغانستان کې د جاپان سفارت د روغتیا له نړۍوال سازمان سره په هېواد کې د ساري ناروغیو د مړینې د کچې د کمولو په موخه نږدې اووه میلیونه ډالره مرسته وکړه.

د انتاني روغتون ډاکټران د ګرمۍ او سېلابونو له امله د ساري ناروغیو د زیاتوالي خبر ورکوي او وايي هره ورځ له ۵۰ تر ۶۰ کسان چې ډېری یې پر نس ناستي اخته دي، دغه روغتون ته ورځي.

شریک یي کړئ