د عامې روغتیا سرپرست وزیر په څلور ورځني رسمي سفر قطر ته تللی.
د عامې روغتيا وزارت وياند، شرافت زمان امرخېل د دغه سفر موخه د روغتیا نړۍوال سازمان او د ماشومانو د ملاتړ صندوق د استازو په ګډون د تخنيکي مشورتي ډلې په غونډه کې ګډون یاد کړی دی.
قلندر عباد د غونډې په لومړۍ ورځ ویلي، افغانستان کې د پوليو د لمنځه وړلو په پروګرام کې د ښځو په ګډون څه باندې ٧٠ زره د لومړۍ کرښې کارکوونکي برخه لري.
د شرافت زمان امرخېل په خبره، نوموړي د هېواد روغتيايي سيستم د پياوړتيا په موخه له مرستندويه موسسو څخه د لا زياتې همکارۍ غوښتنه کړې.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل وویل: « د عامې روغتیا وزير ډاکټر قلندر عباد به په دې سفر کې د تخنيکي مشورتي ګروپ سره په دوحه کې د څلور ورځو لپاره مجلس ولري، په ياد مجلس کې به د روغتيا نړۍوال سازمان، يونېسف، د افغانستان ملي عملياتي بيړني مرکز تخنيکي ټيم، د ساري ناروغيو د کنټرول مرکز، روټری انټرنيشنل او د ګاوي ادارې استازي شتون ولري.
د ياد مجلس موخه په افغانستان او پاکستان کې د پوليو ناروغۍ د لمنځه وړلو پر څرنګوالي او لارو چارو خبرې دي چې د راتلونکي لپاره به په دوامدار شکل تخنيکي مشورتي ګروپ د پوليو محوه کولو پر څرنګوالي او حل لارو کار کوي.»
ځینې ډاکټران هم په هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ د لمنځه وړلو لپاره د دغه ډول غونډو جوړول اغېزناک ګڼي.
ډاکټر عبدالله احمدي وویل:« دغه سفرونه له افغانستانه د پولیو لمنځه وړلو په برخه کې ډېر اغېزناک او ګټور دي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست اړ دی چې له افغانستانه د پولیو لمنځه وړلو هر پروګرام په دقیق او منطقي ډول نړۍوالو ته وړاندې کړي.»
بل ډاکټر، محمد شیرزاد هم وویل: « په نړۍوالو پروګرامونو کې د ګډون موخه باید په افغانستان کې د پولیو لمنځه وړلو پروګرام د دوام لپاره باثباته او دوامداره مالي ملاتړ وي.»
جاپان تېره اونۍ په هېواد کې د واکسیناسیون په ځانګړې توګه د پولیو په برخه کې د ماشومانو د واکسین په موخه د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف سره ۶ اعشاریه ۹ میلیونه ډالره مرسته وکړه.
په دې اړه مو اندونه