د ماشومانو د ژغورنې سازمان په خپل نوي راپور کې ویلي چې د روان زیږدیز کال په لړ کې په افغانستان کې له هرو ۱۰ ماشومانو، درې هغه یې له لوږې سره مخ دي.
د دغه راپور په یوه بله برخه کې اټکل شوی چې په ۲۰۲۴ کال کې به له پنځو کلونو کم عمره نږدې ۹٫۲ مېلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
سېلابونه، وچکالۍ او له پاکستان او ایرانه د کډوالو راستنېدل، په افغانستان کې د خوړو د ناامنۍ د زیاتوالي له لاملونو څخه دي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ژعورنې سازمان مدیر ارشد مالک ویلي:«د ماشومانو د ژغورنې سازمان سږ کال د څه باندې ۷۰۰۰ هغو ماشومانو درملنه کړې چې، پر سختې خوارځواکۍ اخته وو. دا شمېر له هغو کورنیو سره د مرستو د دوام پراخه اړتیا ښیي چې په پرلهپسې ډول یې ناورین تجربه کړی دی. ماشومان د درې کاله پرلهپسې وچکالۍ، ډېرې بې روزګارۍ او له ایران او پاکستانه د څه باندې ۱٫۴ مېلیونو کډوالو د بېرته راستنېدو ژورې اغېزې تجربه کوي.»
له دې سره هممهاله د خوړو نړۍوال سازمان هم زیاتوي چې، تېر کال د مرستو له کمېدو وروسته په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی او اوس په افغانستان کې درې مېلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.
دغه بنسټ وايي چې دوی یوازې یو اعشاریه شپږ مېلیونه ماشومان ته رسېدنه کولای شي.
په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال سازمان د تغذیې مدیره مونا شیخ څرګندوي:«تېر کال موږ تمه لرله چې شاوخوا ۸۰۰ زره امیندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې چې پر خوارځواکۍ اخته دي په ټول هېواد کې کلینیکونو ته مراجعه وکړي، خو دا شمېر ۲٬۱ مېلیونو ته ورسېد او له بده مرغه سږ کال به دا شمېر نور هم لوړ شي او سږ کال به په افغانستان کې درې مېلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي. په دې صورت کې به موږ د دې توان ولرو چې شاوخوا ۶٫۱مېلیونه هغو ته رسېدنه وکړو.»
معصومه چې له فاریاب ولایته کابل ته پر خوارځواکۍ د خپل اخته ماشوم د درملنې لپاره راغلې ده، د طلوعنیوز خبریال ته وايي:«یو کال کېږي، مزار ته مو هم بوته؛ خو ښه نهشو. یوه اوونۍ ښه وو بله اوونۍ نه.»
ډاکټر محمد عارف حسن زی هم طلوعنیوز ته څرګندوي:«دا بېلابېل عاملونه لري چې د ماشومانو د خوارځواکۍ لامل کېږي، د بېلګې په توګه د کورنۍ اقتصاد یو له هغو عاملونو څخه دی.»
تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي وو، چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې ۲۱۰ زره ماشومانو او سل زره میندو ته چې پر خوارځواکۍ اخته دي، روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.