Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شمال حوزه کې په سرطان د اخته کسانو شمېر زیات شوی

د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون یو شمېر روغتیاپالان په شمال حوزه کې د سرطان ناروغۍ له ډېرېدو خبر ورکوي.

دغه روغتیا پالان وایي، د ۱۴۰۳ کال لومړیو دوو میاشتو کې یې له ۱۸۰ ډېر د سرطان ناروغان ثبت کړي.

د روغتیا پالانو په خبره د زېږون ترمنځ نه واټن، د ښځو د وزن زیاتوالی او خپګان، له الکولي مشروباتو او نشه راوړونکو توکو ګټنه پر دې ناروغۍ د ککړېدو عوامل دي.

روغتیاپال، کفایت الله وویل: « ۱۴۰۲ کال کې مو ۷۸۵ نوي ناروغان ثبت کړي او د هر یو لپاره مو په ځلونو خدمات رسولي دي او ۱۴۰۳ کال کې چې تراوسه یې دوه میاشتې تېرې شوې، موږ شاوخوا ۱۸۰ ناروغان ثبت کړي دي.» 

یو بل روغتیا پال، صاحب زاده صالحي هم وویل: « د سینې په سرطان کې لاملونه معمولاً جنیټیکي دي، وزن زیاتوالی دی، ژر او په ځنډ زېږون او ځینې نورو عوامل دي او د سړیو په منځ کې چې د مرۍ او معدې سرطان ده، پېښې یې معمولاً د نوشابو غیر معیاري کار اخیستل او له ګرمو څښاکو ګټنه او نشه راوړونکي توکو ګټنه په ځانګړې توګه تنباکو ده.»

اوه دیرش کلن عین الدین چې د څلورو اولادونو پلار دی وايي له درېیو کلونو راهیسې په سرطان اخته شوی او د درملنې لپاره یې ټول شته پلورلي خو اوس مهال د خپلې درمنلې وس نه لري.

عین الدین د طلوع نیوز خبریال ته وویل: « ایران ته لاړم د ناروغۍ لپاره څلور ځل عملیات شوم، زموږ وس کم و او لګښت زیات وه ایران کې. بیا مې پلار او وروڼو وویل راځه افغانستان ته یوه چاره به وشي.»

یو شمېر ناروغان چې له بېلابېلو شمالي ولایتونو د ابو علي سینا بلخي روغتون ته د درملنې لپاره راغلي وايي، د درملنې وس نلري او له سرپرست حکومت د مرستې غوښتنه کوي. 

له سمنګانو راغلي ناروغ، خیر محمد وویل: « دلته ډېر ناروغان د خپلو قومونو د خیرات په پېسو واکسین کوي او له اسلامي امارت همدغه غوښتنه لرو چې د سرطان دې ناروغانو لپاره په درملو کې هم مرسته وشي ځکه د دغې دوا د پېرلو وس نه لري.»

په همدې حال د بلخ د عامې روغتیا ریاست مرستیال په سرطان ناروغۍ د اخته ناروغان غوښتنو ته د رسېدنې په موخه دوی ته د وړیا درملو د وېش خبره کوي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست مرستیال، شیخ میر صدام وویل: « دغه برخه کې موږ هڅه کړې او دغه موضوع د عامې روغتیا له وزارت سره شریکه کړې او هیله من یو چې راتلونکي کې خپلو هېوادوالو لپاره په ځانګړې توګه سرطاني ناروغانو لپاره په وړیا توګه درملنه او درمل ورکړو.»

د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو پربنسټ په کلني ډول ۷، ۹ میلیونه تنه په نړۍ کې ژوند له لاسه ورکوي، دغه سازمان وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۵۰ زېږیز کال پورې به د سرطان ناروغۍ ۷۵ سلنه وده وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه