د کونړ په ولایتي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د تریخي، مثانې او پښتورګو عملیاتونه پیل شول.
د دغه روغتون مسوولین وایي، تر دې وړاندې دا ډول ناروغان د عملیات په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته ورتلل.
د کونړ ولایتي روغتون د جراحي څانګې مشر، رفیع الله امین وویل: « مخکې د تریخو کاڼو، پښتورګو کاڼو، د مثانې کاڼي د مریضانو شمېر ډير زیات وو، دا عملیاتونه په ولایتي روغتون کې نه کېدل؛ مونږ به د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږل اوس د نورستان ناروغان هم دلته مراجعه کوي، د نورو مریضانو تعداد هم ډېر دی؛ خو مونږ ناروغانو ته نوبت ورکوو؛نو نوبت وار شکل یې عملیات کوو.»
د کونړ د ولایتي روغتون مسوول، مولاداد هم وویل: « د دې لپاره یو لیست لرو، هر ورور یا خور چې د پښتورګو کاڼو، د تریخو کاڼو یا مثانې د کاڼو عملیات ته مراجع کوي؛ نو په ډېر کم وخت چې هغه به د ننګرهار یا د کابل په پرتله زیات کم وي وخت به ورکول کېږي او انشاءالله د نوبت په اساس به دا عملیاتونه په خپل وخت په دوامداره توګه ترسره کېږي.»
د کونړ ولایتي روغتون د مسوولینو په خبره له نږدې یوې میاشتې راهیسې یې د مثانې، پښتورګو او تریخو ۲۵ ناروغانو عملیاتونه په بریالیتوب سره ترسره کړي دي.
د کونړ د مرکز اسعد اباد ښار اوسېدونکي روح الله مېرمن له تېر یو کال راهیسې تریخو کې د کاڼو له امله ځورېدله خو اوس د کونړ ولایتي روغتون کې یې تر عملیات وروسته روغتیايي حالت ښه کېدونکی دی.
نوموړی وایي د کمزوري اقتصاد له امله یې په خصوصي روغتونونو کې د میرمنې د عملیات وس نه درلود.
روح الله زیاته کړه: « په تریخي کې یې کاڼي وو دلته او هلته موژ په ډېرو شفاخانو وګرځوله، بیا مې دلته راوسته ځکه خبر شوم چې دلته یې عملیات کیږي، بیا مې دلته راوسته.»
ناروغ لرونکي د کونړ ولایتي روغتون کې د مثانې، پښتورګو او تریخو عملیاتو پیلېدو ته خوښ دي خو له مسوولینو او اړونده مرستندویه بنسټونو د عملیاتي ناروغانو لپاره د بسترونو ډېرېدو غوښتنه کوي.
ناروغ لرونکي، عبدالتواب ژمن وویل: « د ولس غوښتنه دغه ده چې په دې برخه کې لا کار وشي، وارډونه کم دي هغه خدمات چې دلته ولس ته وړاندې کېږي دا د دوی لپاره بسنه نه کوي.»
یو بل ناروغ لرونکي، عبدالله هم وویل: « عامو خلکو چې زرګونه او لکونه پیسې به یې مصرفولې د نورو ولایتونو په ګډون پاکستان ته به تلل.»
د کونړ ولایتي روغتون د مسوولینو مالوماتو لمخې هره ورځ شاوخوا ۱۵۰۰ ناروغان دغه روغتون ته د درملنې په موخه ورځي او له تېرې یوې میاشتې راهیسې په دغه روغتون ۴۵۰ لوی او واړه عملیاتونه ترسره شوي دي.
په دې اړه مو اندونه