Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وروستیو دوو میاشتو کې د کانګو ناروغۍ ۳۸ سلنه زیاتوالی

د عامې روغتیا وزارت د روان زیږدیز کال په وروستیو دوو میاشتو کې د لومړۍ میاشتې پرتله د کانګو ناروغۍ له ۳۸ سلنې زیاتوالي څخه خبر ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وایي چې د روان زیږدیز کال په پنځو میاشتو کې، په ټول هېواد کې څه باندې ۲۰۰ تنه اخته شوي او شپږ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
 
د عامې روغتیا وزارت ویاند په دې هکله وايي:«په تېرو پنځو میاشتو کې موږ په ټول هېواد کې ۲۰۳ په شاوخوا کې د کانګو ناروغانو مثبت واقعیات لرو، البته په تېر کال کې له موږ سره ۱۲۴۴ په شاوخوا کې د کانګو مثبت واقعیات وو، چې په هغه کې د ۱۰۰ په شاوخوا کې مړینه مو لرله. په دې وروستیو کې له موږ سره چې، په ټول هېواد کې په دغو پنځو میاشتو کې د مړینو واقعیات دي ۶ مثبت واقعیات لرو.»

ډاکټر حامد ریحان په دې هکله وايي:«یو زخم یو شی ورسره پیدا کېږي، فوراً دې هغه ساحه کې دې دوی توقف وکړي، یعنې نور دې د حیواناتو له غوښتې سره دوی تماس پیدا نه‌کړي؛ ځکه دا نه‌معلومېږي چې دا حیوان په ځان کې ویروس لري که یې نه‌لري.»

اته دېرش کلن شمس الدین چې له شلو کلونو راهیسې د تخار ولایت په یوې ولسوالۍ کې قصاب کوي وایي چې، له لسو ورځو راهیسې پر کانګو ناروغۍ اخته شوی او د درملنې لپار له تخاره  کابل ته راغلی دی.

ناروغ شمس‌الدین وايي:«څو ورځې مخکې مې غاړې مې خارښت پیدا کړ، زامنو ته مې وویل زما اورمېږ وګورئ چې پرې څه شوي؟ هغوی ولیدل چې حشره ده هغه یې لرې کړه، خو ما جدي ونه‌ګڼله دوه ورځې چې تېرې شوې تبه راباندې راغله.» 

د کابل  د انتاني روغتون یو شمېر ډاکټران وایي چې په روانه لمریزه میاشت کې د کانګو ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي. دوی زیاتوي چې، د پنځلسو کسانو له ډلې چې د کانګو ناروغۍ د معاینې لپاره دغه روغتون ته ورغلي، د اتو تنو د معایناتو پایله مثبته وه.

ډاکټر فرید الله عمري وویل:«په دغې میاشتې کې د کانګو پېښې زیاتې شوې دي او هغه ناروغان چې د کانګو له امله بستر دي کابو ۸ مثبتې پېښې دي.»

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تېر کال په هېواد کې ۲۴۴ تنه پر دې ناروغۍ اخته شوي او ۱۰۰ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

شرافت زمان امرخیل سخن‌گوی این وزارت، می‌افزاید که در پنج ماه سال روان میلادی، بیش از دوصد نفر در سراسر کشور به این بیماری مبتلا و شش نفر به دلیل این بیماری جان باخته‌اند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه