Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"د میندو او ماشومانو د مړینې په تړاو د روغتیا سازمان شمېرې ناسمې دي"

د عامې روغتیا وزارت، په افغانستان کې د میندو او نوزېږو ماشومانو د مړینې په تړاو د روغتیا نړۍوال سازمان لخوا وروستۍ شمېرې ناسمې بولي او وايي چې د روان کال په پنځو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۳۰۰ میندو او ۴ زره نوزېږو ماشومانو ژوند بایللی دی.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل په دې هکله ویلي چې، په تېرو دوو کلونو کې ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه میندو او ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په هېواد کې ۳۵۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.

ښاغلي امرخېل طلوع‌نیوز ته وویل:«د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سره چې کوم ارقام له موږ سره موجود دي او په سیسټم کې دي له هغه سره، خورا زیات توپیر لري، نو په همدغه اساس باندې موږ د روغتیا نړۍوال سازمان دغه راپور او کوم معلومات یې چې شریک کړي دي هغه ردوو او له حقایقو څخه یې لېرې ګڼوو. د عامې روغتیا وزارت سره چې کومې شمېرې له موږ سره شریکې شوي، په تېرو پنځو یا شپږو میاشتو کې له موږ سره کابو ۳۰۰ په شاوخوا کې میندو ژوند له لاسه ورکړی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې، د روغتیا نړۍوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې، په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ ميندې او ۱۶۷ نوزېږي ماشومان د مخنيوي وړ علتونو له امله مري.

د روغتیا نړۍوال سازمان په دغه راپور کې ویلي:«د دغه روغتیايي ناورین په لړ کې تر ټولو زیات زیانونه افغانې ښځې او ماشومان زغمي. هغوی چې د ټولنې څنډو ته شړل شوي، په پراخه کچه د روغتیا په ځانګړي توګه د زېږون د روغتیا، د میندوارۍ د روغتیا، د نو زېږو او ماشومانو د روغتیا په برخو کې له نامطلوبو پایلو سر ه مخ دي. په خواشینۍ سره، هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ علتونو له امله مري.»

د فغانستان د نسایي او ولادي ډاکټرانو د ټولنې مشره نجم السما شفاجو طلوع‌نیوز ته وايي:«ټولو ته څرګنده ده چې موږ د درملنې او تشخیص وسایل نه‌لرو او بسندویه روغتیايي مرکزونه هم نه‌لرو. اوس وګورئ د ملالۍ روغتون چې زموږ تر ټولو لوی روغتون دی، امکانات یې څومره محدود دي یا هم د رابعې بلخي روغتون.»

د دغه راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې افغانستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ګوزڼ پر وړاندې مبارزه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي؛ خو د اقتصادي ځوړ، وچکالۍ، سېلابونو، د خوراکي توکو د کمښت، د کډوالو د راستنېدو او د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د بنسټيزو نیمګړتیاوو په څېر ستونزې لاهم پر خپل ځای پاتې دي.

ډاکټر حشمت‌الله عظیمي وايي:«د نړۍوال روغتیايي سازمان رول مهم دی، ځکه کولای شي چې مالي ملاتړ وکړي او په لېرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو ملاتړ وکړي؛ څو وکړای شي د افغانستان ټولو برخو ته واکسین ورسوي.»

د دغه راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳٫۷ مېلیون تنه مرستو ته سخته اړتیا لري او په څه باندې شل زره کلیو کې ۹٫۷ مېلیونه کسان لا هم روغتیايي خدمتونو ته لږ لاسرسی لري او یا هم لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. او دغه بنسټ د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو د بودیجې د بشپړولو لپاره ۳۵۲ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ