د بې پولې ډاکټرانو سازمان په افغانستان کې د روغتیايي برخې وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې، په افغانستان او په ځانګړي ډول په بلخ ولایت کې روغتیايي مرکزونه له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
د دې سازمان په راپور کې راغلي چې، د نوي زېږو او ماشومانو د جدي مراقبت له مرکزه د اوږدمهالي ملاتړ نشتوالي دا روغتیایي مرکزونه زیانمن کړي دي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان د راپور په یوې برخه کې راغلي:«په افغانستان کې د عامې روغتیا مرکزونه لکه د بلخ ولایت د مزارشریف ځايي روغتون د کارکوونکو د معاشونو، درملو او طبي وسایلو، د سونګ توکو او د اکسېجن د تدارکاتو په څېر د اړتیا وړ اوسنيو لګښتونو د پوره کولو لپاره د روغتیا سکتور د اوږدمهالي تشکیلاتي ملاتړ د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.»
یو شمېر ډاکټران وايي اړتیا ده چې، سرپرست حکومت د روغتیايي مرکزونو د ځان بسیاینې په موخه یو پراخ او معیاري پروګرام جوړ او عملي کړي.
ډاکټر سید عبدالله احمدي وايي:«دننه په افغانستان او له افغانستانه بهر کدرونو څخه مرسته وغواړي چې، دغه ستونزه حل شي او د افغانستان خلک او د ښه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.»
ډاکټر روح الله حارث څرګندوي:«دمګړۍ د افغانستان روغتیايي سکټور، په شدت سره، د بهرنیو بنسټونو مرستو پورې تړلی دی او دغه مرستې د لومړنیو روغتیايي مراقبتونو په کچه چې، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو څه باندې ۷۰ سلنه پهکې شاملېږي، ډېر محسوس دی، په ځانګړې توګه د ماشومان او میندو روغتیا چې، یو نړۍوال روغتیايي لومړیتوب دی.»
که څه هم د عامې روغتیا وزارت په دې تړاو څه نهدي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي و چې، په تېرو دوه نیمو کلونو کې یې څه باندې یو زره او ۵۰۰ روغتیايي پرسونل استخدام کړی او پلان لري چې، په هېواد کې ۲۸۸ روغتیایي مرکزونه هم جوړ کړي.