د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د روان زېږیز کال په مې میاشت کې په افغانستان کې څه باندې ۱۳ زره کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.
د افغانستان نوم د کولرا د ډېرو ناروغانو د لرلو له امله د دغه سازمان د نوملړ په سر کې راغلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د خپل نوی رپوټ په خپرولو سره ویلي چې د روان زیږدیز کال د جنوري له ومړۍ د مې تر ۲۶ نېټې پورې د نړۍ په ۲۴ هېوادونو کې د کولرا ناروغۍ ۱۹۴ زره او ۸۹۰ پېښې ثبت شوې دي.
د دغه رپوټ له مخې افغانستان د ختیځ مدیترانې سېمه کې د لوړو شمېرو په لرلو سره په لومړي ځای کې دی چې په مې میاشت کې پر دغې ناروغۍ د ۱۳ زره او ۴۵۰ تنو له ډلې ۹ تنه مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان، وايي: (په مې میاشت کې په ختیځ مدیترانې سېمه کې په شپږو هېوادونو کې د دغې ناروغۍ ۳۳ زره او ۷۷۹ پیښې ثبت شوي چې تېرې میاشتې ته په پرتله ۱۱۰ سلنه ښيي.
په دې موده کې په افغانستان کې ۱۳ زره او ۴۵۱ تنه، پاکستان کې ۱۳ زره او ۷۵ تنه، یمن کې ۳۸۵۱ تنه، سومالیا کې ۳۰۶۲ تنه او سوریه کې ۳۰۷ تنه پر کولرا ناروغۍ اخته شوي او پر دې سربیره ۵۴ تنه مړه شوي چې تیرې میاشتې ته په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.)
۲۳ کلن شریف د ګرمۍ موسم له پیلېدو سره ناروغ شوی او د پلازمېنې په انتاني روغتون کې بستر دی.
نوموړی د خپلې ناروغۍ په تړاو داسې وايي.
ناروغ، شریف و ویل: «د پلار کور کې وم او وریجې، چرګ او چپس مې وخوړل، سبا سهار چې له خوبه راويښ شوم، وضعیت مې ډیر خراب و.»
د انتاني روغتون ډاکټران هم وایي چې هره ورځ څه باندې سل تنه د سخت اسهال یا نس ناستې ناروغۍ د درملنې په موخه دغه روغتون ته مراجعه کوي.
ډاکټر فرید الله عمري هم و ویل: « په منځني ډول، هره ورځ له ۱۲۰تر ۱۵۰ کسان (ښځې او سړي) د اسهالاتو له امله موږ ته راځي..»
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور لمخې د کولرا ناروغۍ ډیرې پېښې په افغانستان، پاکستان، سومالیا، سوډان، سوریه او یمن کې ثبت شوي او د روان زیږدیز کال له پیله د مې تر ۲۶ نېټې پورې ۴۶ زره او ۷۵۸ تنه اخته شوي دي چې له ډلې یې یو شمېر مړه شوي هم دي.
په دې اړه مو اندونه